لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د چین په دوره تللی دی


د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو دوه ورځني سفر پیکنګ ته ورسېد تر څو له دغه هېواد سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

که څه هم په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له یو شمېر سیاسي ننګونو سره مخ شوې وې.

چین د تېرو څو ورځو راهیسې ایران ته دا ډاډ ورکاوه چې د سلمان له سفر سره به د منځني ختیځ په اړه د چین چلند بدل نه شي.

د چین ولسمشر زي جینپینګ، د ایران د پارلمان مشر علي لارجاني ته له چین څخه د لیدنې پر وخت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې له ایران سره به د سټراټیژیکې ملګرتیا په وده او پرمختګ کې کوم بدلون رانه شي.

سعودي چې یو سني هېواد دی له اکثریتي شیعه ایران سره د اوږدې مودې راهیسې په منځني ختیځ کې د خپل اغیز د پراخېدو له امله له یو او بل سره سیالي کوي.

د پیکنګ لپاره د سعودي او ایران سره د اړیکو په برخه کې د تولې ساتلو مسله یوه ډېره باریکه مسله ځکه ده چې سعودي عربستان د امریکا نږدې ملګری دی خو ایران تل په امریکا توندې نیوکې کوي.

پیکنګ د دواړو بډایه اسلامي هېوادونو ملاتړ ته په داسې حال کې اړتیا لري چې له امریکا سره یې دا مهال سوداګریزه جګړه روانه ده او په اقتصادي وده کې یې د پام وړ کموالی راغلی.

چین همدارنګه د کمربند او سړک (بېلټ انډ روډ) د پروګرام په برخه کې د سعودي ملاتړ ته اړتیا لري که څه هم تر دې مهاله یې د پاکستان په لویدیځ کې کوم پرمختګ نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG