لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جام کمال:دسي پیک دسرمایه ګزارۍ یوازې درې فیصدي په بلوچستان مصرفولی شي


دپاکستان دبلوچستان ایالت وزیراعلی جام کمال خان ویلي چې داقتصادي لارې (سي پیک) په جوړونه کې په بلوچستان ایالت کې یوازې درې فیصده سرمایه ګزاري کیږي چې له دې امله ددې ایالت د اولس دمحرومۍ احساس نور هم په سیوا کیدو دی.

تیره ورځ دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ دټاسک فورس غړو سره لیدنه کې وزیراعلی جام کمال خان وویل چې په بلوچستان کې اوس دبیلتون خوښۍ اؤ تندلاریتوب بهیر تم شوی اؤ دا په ورو،ورو له مینځه ځي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ دپاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو ددغه صوبې دننه یو شمیر ملت پاله سیاستمداران اؤ اولسي تحریکونه تور لګوي چې دپاکستان ریاست ورسره د میرې مور سلوک کوي اؤ ددې صوبې پخپلو وسیلو هم ورته واک نه ورکوي.

دغلته وخت په وخت د پاکستان نه دبیلتون غږ هم راپورته شوی اؤ ځېنو تحریکونو وسله واله مبارزه هم کړې ده خو دپاکستان حکومت اؤ‌ پوځ بیا دریځ لري چې دبیلتون غوښتونکو تر شا یې غلیم هیوادونه ولاړ دي.

وزیراعلي جام کمال خان وویل په تیرو وختونو کې د بلوچستان خلک دپرمختیا نه زیات لرې پاتې شوي اؤ اوس چې دسي پیک کومه پروژه روانه ده،دوئ ورته سترګې نیولې وې چې ددې پروژې له امله به دبلوچستان پسماندګۍ ختمیدلو کې یو څه لاس امداد وشي خو له بده مرغه دسي پیک په اساس هم بلوچستان کې ډيره لږه سرمایه ګزاري کیږي چې ددې صوبې خلک یې مایوسه کړي کړي.

د پاکستان او چېن ترمینځ د پنځوس اربه ډالرو په لګښت جوړیدونکې د سي پیک پروژه د یو شمیر لانجو سره مخ ده اؤ دپاکستان واړه قومیتونه په مرکز اؤ‌ پنجاب صوبه تور لګوي چې دسي پیک ټولې ګټې یې په ډیرې سپین سترګۍ سره دپنجاب لمنې ته اچولي دي.

وزیراعلی جام کمال خان وویل څه موده وړاندې د بلوچستان امنیتي وضعه د اندېښنې وړ وه خو دحکومت اؤ قانون پځائ کوونکو ادارو په ګډو هڅو اوس د امن وضعیت تر ډيره حده ښه شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG