لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان پوځ هند ته خبرداری ورکړی چې دا ځل به یې غبرګون حیرانوونکی وي


د پاکستان پوځ هند ته ګواښ کړی چې دا ځل به یې غبرګون په داسې ډول وي‌ چې هند به حیران کړي.

د جمعې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور ویلي:

“مونږ به دجګړې په لوري وړومبی ګام نه اخلو خو خپله دفاع کول مو بشپړ حق دی”

د دوؤ غلیمو هیوادونو پاکستان اؤ هند ترمینځ اړېکې په روانه میاشت کې وروسته له هغې بې کچه خرابې شوي چې تیره اوونۍ دهندي کشمیر په پلوامه سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۴۹ هندي پوځیان ووژل شول.

هند ددغه برید پړه دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي اداره ایي ایس ایي ور اړولې ده اؤ ګواښ یې کړی چې دخپلو سرتیرو په وژنه به غلي نه پاتې کیږي.

دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي په ۱۴مه فرورۍ پلوامه کې هندي پوځيان یو کشمیري ځوان په نخښه کړي خو هند ددغې پېښې پړه په پاکستان اچولې ده.

هغه وویل په پاکستان دې برید کې دلاس لرنې تورونه هند په داسې مهال لګولي چچې په فرورۍ اؤ مارچ کې پاکستان کې اته مهم خوځښتونه کیدونکي وؤ ،

دپوځي ویاند په وینا” یو خو دسعودي عرب ولي عهد دپاکستان سفر کولو،بل په ملګرو ملتونو کې د ترهګرو په نوملړ خبرې کیدونکې وې،دافغانستان په سوله هم خبرې روانې وې،دهند د ولقې لاندې کشمیر کې په انساني حقونو،نړیواله محکمه کې د کلبهوشن په معامله،دخړ نوملړ نه دپاکستان دژغورنې،په کرتاپور لاره خبرې کیدلې اؤ هم دپاکستان غوره لیګ کرکټ سیالۍ روانې وې”

پوځي ویاند وویل” دا باید هیره نکړل شي چې پاکستان کې ددې فعالیتونو ترڅنګ هند کې ټولټاکنې هم کیدونکې دي اؤ کشمیریان هم داسې مبارزه کوي چې دهند له کنټرول کولو څخه بهر ده”

هغه وویل په هندي پوځیانو چې کوم برید شوی هغه یو کشمیري کړی ؤ اؤ ددې برید دپاره نه خو چاودیدونکي مواد له پاکستان څخه تللي وؤ اؤ نه ګادي.

خو له دې وړاندې دهندي سري نګر کې د هندي پوځ کور کمانډر لفټننټ جنرل کنول جيت سنګ ډهلون دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي شبکه ایي ایس ایي په دغه برید کې ککړه بللې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د بريد په شا لاس لرونکي په هندي کشمیر کې يې د جېش محمد درې تنه چې دوه پکې پاکستانيان دي او پېژندګلو يې د کامران او رشيد په نومونو شوې وژل شوي دي.

میجرجنرال اصف غفور هند ته دپېغام ورکولو په توګه وویل” مونږ هیله لرو چې ستاسو حکومت به دامن په وړاندیز په مسولانه ډول غور وکړئ اؤ دسیمې په امن اؤ پرمختیا کې کې به خنډان راولاړ نه کړئ”

هغه ګواښ وکړو چې “مونږ د اوس د پرون پوځ نه یو،زمونږ د دریواړو پوځونو دسرلښکرانو نه نیولې تر سپاهیانو پخپل مټ جنګونه کړي دي،هند یوه ښکاره خطره ده اؤ مونږ دغې خطرې ته دځواب ویلو دپاره بیخي چمتو یو”

تر دې وړاندې د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي وؤ په هندي کشمیر له برید څخه دا څرګنده شوه چې د خبرو وخت پای ته رسېدلی او د ترهګرو او د هغوې د ملاتړو پرضد د ګامونو نه پورته کول به زیات خطرناک وي.

XS
SM
MD
LG