لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني پوځ خپل دوه اعلی پوځي افسران د جاسوسۍ په تور نیولي


د پاکستان پوځ وایي خپل دوه اعلی پوځي افسران یې د جاسوسۍ په تور نیولي دي. دا حیرانوونکی خبر نن د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور په پینډۍ کې خبري غونډې ته ورکړی.

د پوځ ویاند د خبري غونډې په مهال د دغو پوځي افسرانو په اړه د رسنیو رپوټونه سم وبلل، خو د دوی د رتبې او پر هغوی د جاسوسۍ د لګېدلو تورونو په اړه له تفصیل ورکولو ډډه کړې، خو وایي تورن افسران له کومې ډلې سره لاس نه لري:

"دوه افسران د پوځ په ولکه کې دي او پر هغوی د جاسوسۍ تور دی، د پوځ مشر د هغوی خلاف د فیلډ جنرل کورټ مارشل امر کړی او کار ورباندې روان دی، دواړه جلا مقدمې دي او له یو بل سره تړاو نه لري".

پاکستاني پوځ خپل یو بل لوړپوړی افسر بریګېډیر علي خان هم په 2011م کال کې په دې تور نیولی وو، چې وایي هغه د حزب التحریر په نوم وسلوالې ډلې سره اړیکې لرلې. حزب التحریر په پاکستان کې ناقانونه اعلان شوې ډله ده، چې هغه مهال یې پر پاکستاني پوځ وسلوال بریدونه کول.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې دا هم وویل، چې د ای ایس ای د پخواني مشر اسد دراني په اړه د پلټنو په نتیجه کې هغه د هندي استخباراتو له پخواني مشر سره د ګډ کتاب لیکلو له امله د پوځي اصولو د سرغړونې پر سر مجرم پېژندل شوی دی:

"هغه [اسد درانی] یو سینېر افسر وو او پر مهمو څوکیو پاته شوی، نو څنګه چې هغه کتاب [دي سپای کرانیکلز] لیکل شوی او له همکار لیکوال سره په اړیکه کې پاتې شوی، د هغه لپاره یې اصولي لاره نه ده خپله کړې".

د ای ایس ای پخواني مشر اسد دراني د هند د استخباراتو له پخواني مشر امرجیت سینګ دلت سره په ګډ کتاب "دي سپای کرانیکلز" [جاسوسي تاریخچه] کې- چې په دې وروستیو کې چاپ شوی- دا خبره په ډاګه کړې، چې د اسامه بن لادن په موندلو کې یواځې ډاکټر شکیل اپریدي مرسته نه وه کړې، بلکې د پاکستان د استخباراتو یوه پخواني افسر هم امریکایانو ته د بن لادن د اوسېدو ځای ور ښوولی وو، چې وایي په بدل کې یې هغه ته پینځه کروړه ډالره د انعام په توګه ورکړل شوې وې.

مېجر جنرل آصف غفور وایي، پوځي عدالت د سرغړونې پر سر له دندې د ریټایر شوي افسر اسد دراني پینشن او له هغه سره تړلي ټول سرکاري امتیازات ځنډول شوي دي چې یوه ریټایر شوي افسر ته ورکول کېږي:

"د ده رتبه پر خپل ځای ده، خو نوم یې اې سي ایل ته اچول شوی او د کورنیو چارو له وزارت سره به په دې اړه وروسته خبرې کوو چې څنګه او آیا د هغه نوم په اې سي ایل کې ساتل کېدای شي که نه".

د اسد دراني او امرجیت سینګ دلت په ګډ کتاب کې د هند او پاکستان د استخباراتو دغه پخواني مشران پر ګڼو موضوعاتو لیکل کړي، لکه د پاکستاني ریاست حقیقي پټه واکمنه ډله، د ای ایس ای، را او سي آی اې ترمنځ اړیکي، په افغانستان کې استخباراتي جګړې، د کشمیر د پېښو رازونه، د پروېز مشرف او نریندرا مودي سیاستونه، پر ممبیي برید او پکې د حافظ سعید لاس لرل، په پاکستان کې د کلبوشن یادېو کیسه او نور مهم موضوعات پکې شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG