د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د پاکستان او هند ترمنځ روان تاؤ تريخوالی ډېر خطرناک دی او نوموړي په کړکېچ کمولو ټينګار کړی دی.
ټرمپ ويلي امریکا غواړي چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ تريخوالی کم وي او د هغه د انتظاميه د دواړو هېوادونو سره په تماس کې ده.
د نوموړي نه په سپیه ماڼۍ کې د پاکستان او هند ترمنځ د تازه تاؤژنو اړيکو پوښتنه شوې او هغه ويلي،
"مونږ غواړو چې د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ کم وي او د دواړو ملکونو حالات ډېر خراب دي".
د پاکستان او هند اړیکې د فرورۍ په ۱۴م د هندي کشمير په پلوامه کې په هندي ځواکونو د بريد وروسته تاؤژنې شوي دي.
د پلوامه په ځانمرګي بريد کې ۴۹ هندي سرتيري وژل شوي وو.
جېش محمد ډلې د بريد زمه واري منلې او هند يې تور په پاکستان لګولی او پاکستان يې رد کړی دی.
د پاکستان سره امریکايي اړيکو په اړوند صدر ټرمپ ويلي په لږه موده کې دا اړيکې ښې شوي دي.
هغه ويلي احتمال شته چې د پاکستان د مشرتابه سره وويني.