لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان:په امنیتي ځواکونو بمي برید کې درې پوځيان ژوبل شوي


دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان دخیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان سیمه دپاکستاني پوځیانو په یو ګاډي بمي برید شوی چې پکې درې پوځیان ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه امینتي سرچینو د خالي په ورځ وائس اف ډیوه ته ویلي دغه پېښه په میرعلي کې هغه مهال رامینځته شوې ده کله چې پوځیانو د ګزمې په لړ کې له دې سیمې څخه تیریدل.

سرچینې وایي بم د ګولډن ایرو سکول د دیوال ترڅنګ اېښودل شوی ؤ اؤ د ریموټ کنټرول دلارې په پوځیانو چؤل شوی دی.

په پېښه کې چې کوم پوځیان ژوبل شوي دهغوئ پیژنګلو د سپاهي رفیق،سپاهي عمران اؤ سپاهي عطاءالرحمان په نومونو شوې ده.

سرچینې وایي دپېښې سره سم په لویې شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځائ ته رسیدلي اؤ دلټونې عملیات یې پیل کړي دي.

دپاکستاني طالبانو دوؤ ډلو حزب الحرار اؤ دقاري حسین ډلې ویاندویانو ددې برید پړه پرغاړه اخستې ده.

شمالي وزیرستان دپاکستان هغه پخوانۍ قبائیلي سیمه ده چې په تیرو وختونو کې د القاعده اؤ طالبانو مهم مرکز ګڼل کیدلو،‌

په کال ۲۰۱۴م کې دپاکستان پوځ دضرب عضب په نوم په دغه سیمه کې دترهګرو ډلو ضد په ضد په پراخه کچه عملیات کړي وؤ اؤ دعوه کوي چې دا سیمه یې دترهګرو نه پاکه کړې ده خو اوس هم وخت په وخت په شمالي وزیرستان کې په پاکستاني پوځیانو د بریدونو راپورونه مخې ته راځي

XS
SM
MD
LG