لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا اؤ روس په طالب مشرانو دسفري بندیزونو ختمولو دپاره په لارې راویستلو صلاح شوي


امریکا اؤ روس د ملګرو ملتونو له لوري په طالب مشرانو دلګول شوؤ سفري بندیزونو ختمولو دپاره په یوې مناسبې لارې راویستلو اتفاق کړی ترڅو طالبان دافغان سولې په اړوند کیدونکو خبرو اترو کې برخه واخلي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پخپله ټوئټر پاڼه لیکلي چې دجمعې په ورځ یې انقره کې په دې اړوند دخپل روسي سیال ضمیر کابیلوف سره خبرې اترې کړي دي.

طالبانو روانه اوونۍ کې پاکستان کې دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ وزیراعظم عمران خان سره له دې امله د وړاندې نه ټاکل شوي ملاقاتونه ځنډولي وؤ چې ویل یې دهغوئ په مشرانو سفري بندیزونه دي اؤ نه شي کولی دسولې خبرو دپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

زلمي خلیل زاد ویلي افغانستان دپاره د روسیې ځانګړي استازي سره یې لیدنه کې په دې خبره صلاح کړې ده چې دافغانستان دسولې دخبرو بریالي کولو دپاره چې هرڅه اړین وي هغه به کوي.

د زلمي خلیل زاد په وینا مونږ دملګرو ملتونو له لوري په طالبانو د لګول شوؤ سفري بندیزونو ختمولو دپاره په لارو چارو غور کوؤ ترڅو هغوئ ته دسولې خبرو کې دبرخې اخستو په اړوند اساني په لاس ورشي.

د زلمي خلیلزاد په ټوئټونو له مخې دامریکا اؤ روسیې په دې خبره هم صلاح شوي چې د نور پرمختګ دپاره باید ټولې افغان خواوې دیوې ګډې،مربوطې اؤ ملي مذاکراتي ډلې نومونه اعلان کړي چې په هغې کې دې دافغان دولت اؤ نورو افغان اړخونو استازي هم شامل وي.

د دواړو هیوادونو استازي په دې خبره هم صلاح شوي چې دافغان سولې په اړوند که غوڅ تړون کیږي هغې کې به ددې خبرې ضمانت ورکول کیږي چې دافغانستان خاوره به هیڅکله هم دیو هیواد په ضد هم دنړیوال ترهګرو ډلو لخوا نه کارول کیږي.

زلمي خلیل زاد زیاته کړې ده چې په دغه لیدنه کې ویل شوي چې دافغان سولې دپاره دکیدونکو خبرو دبریالیتوب اؤ د خامیو له مینځه وړلو دپاره یو ممکنه سیمه ییز فریم ورک ته په پام ګرځولو ټینګار شوی.

ټاکل شوې ده دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دخبرو راتلونکی پړاؤ په ۲۵مه فرورۍ دوحه کې ترسره کیږي اؤ داسې راپورنه هم مخې ته راغلي چې ددغو خبرو څخه وړاندې زلمی خلیلزاد په احتمالي توګه داسلام اباد سفر هم کولی شي ترڅو پاکستاني حکومتي اؤ پوځي مشران دې ته وهڅوي چې طالبان افغان دولت سره خبرو ته اماده کړي.

طالبانو په نزدې وختونو کې د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره څو کرته ملاقاتونه کړي دي خو دافغان دولت سره دمخ په مخ خبرو څخه انکار کوي.

XS
SM
MD
LG