لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:اسلام باد،ماسکو اؤ تهران دافغانستان د ولسمشر ټاکلو حق نه لري


دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي هغه نړۍ سولې ته قانع کړه خو ایا طالبان کولی شي چې پاکستان اؤ تروریستان دې ته قانع کړي چې دافغانستان پرمختګ اؤ ثبات ته غاړه کښېږدي؟

دجمعې په ماښام دافغانستان په صدارتي ماڼۍ کې د لوئ کندهار دځوانانو یوې غونډې ته خپله وینا کې ولسمشر اشرف غني ویلي افغانان به د افغانستان ولسمشر ټاکي. اسلام اباد، تهران او مسکو یې د انتخابولو حق نه لري.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر اشرف غني وویل هغوی چې له ولس وېره لري، د موقت حکومت خبره کوي، مګر بهرنۍ او په بهر کې جوړې شوې طرحې په دې وطن کې ناکامېږي

هغه وویل افغانستان کې سوله راتلونکې ده او دا ولس نه غواړي چې په تېر کې ژوند وکړي، بلکې دوی پر راتلونکي باورمند دي.

داشرف غني په وینا سوله یوازې په کاغذ نه راځي، باید یو بل ومنو او د افغانستان راتلونکي ته طرحه او برنامه ولرو

په دې وروستیو کې چې امریکا،روس،پاکستان اؤ ایران دطالب مشرانو سره دافغان سولې په اړوند د لیدنو لړۍ پیل کړي افغان دولت پرې خوابدی دی اؤ دریځ لري چې دسولې د هر رقم خبرو واک باید دافغانانو په لاس کې وي.

خو طالبان دافغان دولت سره دمخ په مخ خبرو نه په پرله پسې توګه انکار کوي اؤ دریځ یې نیولی چې افغان دولت دپرېکړو واک نه لري ځکه نوهغوئ نه غواړي چې ورسره خبرې وکړي.

ښاغلي غني دغونډې برخه والو ته وویلدا وطن موږ ته چا نه دی بخښلی، د نیکونو په تورو او وینو مو ساتلی او پاللی او زموږ ژمنه داده چې هم به یې ساتو او هم به یې په هر قېمت چې وي سولې او ثبات ته رسوو، ځکه د وطن د ابادۍ کیلي زموږ په وحدت او ژمنه کې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG