لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راتلونکې اوونۍ په پښتونخوا اؤ بلوچستان کې دسیلابونو ویره ښودل شوې


دپاکستان د موسمیااتو محمې اندوینه کړې ده چې راتلونکې دوونۍ په ګرد هیواد کې بیا د بارانونو لړۍ پیل کیدلی شي چې ورسره په خیبر پښتونخو اؤ بلوچستان ایالت کې دسیلانونو راختلو ویره ده.

په کال ۲۰۱۰م کې هم دسختو سیلابونو له امله په پښتونخوا صوبه سیلابونه ورمات شوي وؤ چې دګڼو خلکو دلاهو کولو ترڅنګ یې په لکونو خلکو ته زیاتونه اړولي و.

دپاکستان دموسمیاتو پوهان وایيد لودیز څخه راالوتلې هواګانې به نن پاکستان ته ننوځي اؤ له دغو هواګانو په خیبرپښتونخو،بلوچستان،مینځني اؤ پورتني پنجاب کې دبارانونو د لړۍ پیل کیدلو احتمال دی.

پخپل یو بیان کې دموسم دڅار دغه ادارې پخپل یو بیان کې ویلي چې د۲۷مې فرورۍ څخه به د بارانونو د ورښت یو طاقتور سسټم پاکستان ته ننوځي چې له امله یې د مارچ په لمړۍ اوونۍ کې دپښتونخوا اؤ بلوچستان په بیلابیو سیمو کې دطوفاني هواګانو سره د شړق شیبې باران لړۍ پیل شي اؤ په غرئیزو سیمو به د واورې ورښت هم پیل شي.

دموسمیاتو محکمې خبرداری ورکړی دی چې د سختو بارانونو اؤ د واورو د ورښت له امله په دخیبرپښتونخوا په پورتینو سیمو کې د واورو اؤ خاورې د ګټانو د خوئیدلو اندېښنې شته اؤ ویره ده چې په بلوچستان اؤ خیبر پښتوخوا کې سیلابي وضعیت رامخې ته شي.

تر دې وړاندې په کال ۲۰۱۰م کې دپاکستان په خیبرپښتونخو،پنجاب،اؤ سندهـ صوبو کې دسختو بارانونو وروسته سیلابونه راختلي وؤ چې څه دپاسه ۱۳ میلیونه خلک یې ځپلي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG