په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تازه خبرو کې به ملا عبدالغني برادر د طالبانو مشري کوي، له دې وړاندې د هغه د غېرموجودګۍ ځینې خبرونه خپاره شوي وو.
ملا عبدالغني برادر په وروستيو کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر جوړ کړی شوی ؤ، په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو دپاره ننۍ (۲۵ فروري) نېټه ټاکل شوې وه.
د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار ويلي د افغان طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر د امریکايي چارواکو سره د افغان سولې خبرو لپاره د اتوار یا یکشنبې په ورځ دوحه ته رسیدلی دی.
یو غربي چارواکي د افغان طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر د دوحه د سفر پخلی کړی. دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټاېمز ته ویلي ملا برادر د پاکستان نه دوحه ته تللی.
طالب سرچينو هم د ملا برادر قطر ته د رسېدو پخلی کړی دی.
رویټرز د سفارتي سرچينو له قوله ويلي، د ۲۵ فرورۍ څخه پېلېدونکو خبرو نه هيله کيږي چې په اوربند پکې خبره وشي.
ويل کيږي امریکايان شوق خواهش لري چې د طالبانو جوړؤنکي شريک مشر برادر سره وويني او د هغه سره په خبرو کې هيله څرګنديږي چې په مختلفو مسلو به ورسره خبرې وشي.
تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان د بند څخه خوشي کېدو وروسته داسې ویل کېده چې خليلزاد به طالبانو سیاسي خبرو ته راولي.
د طالبانو سره د افغانستان د سولې د خبرو دپاره ځانګړی استازی زلمی خليلزاد خبرې کوي.
تېره مياشت د خليلزاد او طالبانو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې شوې او د دغو شپږ ورځنيو خبرو په اړوند دواړو فريقو ويلي پرمختګ پکې شوی دی.
د خبرو د یاد پړاؤ وروسته افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو په افغانستان کې د دفتر خلاصولو ويلي خو طالبانو يې رد کړی ؤ.