لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا: پاکستان غواړي چې د مذهبي ازاديو د سرغړونې د فهرست نه بهر شي


په نړیوال کچ د مذهبي ازادۍ دپاره د امریکا ځانګړي استازي ويلي، پاکستان غواړي چې د امريکا د هغه تور فهرست څخه ځان بهر کړي په کوم کې چې امریکا د مذهبي ازاديو په اړوند د ځانګړې اندېښنې هېوادونه شامل کړي دي.

سېم براؤن بېک ويلي هغه د پاکستان سفر کړی کوم هېواد چې د مذهبي ازادۍ د سرغړونې په تور فهرست کې اچول شوی او هغه د اقتصادي بندېزونو سره هم مخ کېدی شي.

هغه ويلي په دغه هېواد کې ۲۰ کروړه ابادي او د مذهب د سپکاوي سزا پکې تېزندي ده.

د ای پي د خبر ترمخه براؤن بېک د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره ليدلي او هغه ورسره ژمنه کړې چې د امریکا د دغه اندېښنې لرې کولو دپاره ګامونه پورته کوي.

هغه ويلي، "پاکستان د مذهبي ازادۍ په اړوند په قومي کچه ډېرې ستونزې لري او زه هلته د بدلون د خبرو دپاره تلی ووم".

امریکې د دسمبر په مياشت کې پاکستان د مذهبي ازادیو څخه د سرغړونې په اړوند د ځانګړې اندېښنې نوملړ ته اچولی خو د دې باوجود دې هېواد ته د احتمالي اقتصادي بندیزونو څخه استثنا ورکړی شوې وه.

براؤن بېک هغه وخت ویلي ؤ چې خارجه وزیر مائيک پمپیو پاکستان ته د اقتصادي بندېزونو نه استثنا ورکړې ده.

د امریکې خارجه وزارت د مذهبي ازادۍ د نړیوالې مادې ۱۹۹۸ په اساس د پاکستان سره سعودي عرب، چین، تاجکستان، ترکمانستان، سوډان، برما اریټریا اؤ شمالي کوریا د مذهبي ازادۍ څخه د سرغړؤنې د اندېښنو ځانګړي نوملړ ته اچولي وو.

XS
SM
MD
LG