واشنګټن: هند په خپلو رسنیو کې په ژوندۍ بڼه د پاکستان د پوځي ویاند اصف غفور د ځرګندونو د خپرولو په اړه سپیناوي غوښتی.
د هندوستان د اطلاعاتو له وزارت څخه یو شمېر خبري رسنیو ته لیکونه استول شوي، چې د پاکستان د پوځ د ویاند اصف غفور هغه ګواښ یې ولې خپور کړی په کوم کې چې هغه له هند څخه غوښتي وو چې له پاکستان سره دې ډغرې نه وهي.
د پاکستان د ټریبیون ورځپانې د راپور له مخې د هند په تېرانګا ټي وي کې د شلو دقیقو او ۴۵ ثانیو لپاره د اصف غفور خبرې په ژوندۍ بڼه خپرې شوې وې.
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د ګل یا دوشنبې په ورځ په خپلو دغو خبرو کې دا هم ویلي و، چې د پاکستان وسلوال ځواکونه د هند د هر برید په وړاندې د یو مناسب او وړ ځواب ورکولو لپاره چمتو دي.
نوموړي دغه خبرې یوې خبري غونډې ته کولې چې د هندوستان د ۱۳ خبري رسنیو لخوا خبرې شوې وې.
په هندي کشمیر کې له هغه برید وروسته چې پکې ۴۰ هندي پوځیان وژل شوی وو د هند حکومت د هېواد له ټولو رسنیو څخه غوښتي وو چې داسې څېزونه دې نه خپروي چې تاوتریخوالي ته پکې لمن وهل شوې وي او یا د ملت یوالي ته پکې زیان رسېږي.
له همدې امله د هند حکومت اوس یادې رسنۍ له دغې غوښتنې څخه په سرغړونو باندې تورنې کړې دي.
د کشمیر د پلوامه د برید پړه پاکستانۍ ترهګرۍ ډلې جیش محمد منلې وه او هند پاکستان په دغه برید کې د نېغ په نېغه لاس لرلو له امله تورن کړی وو خو پاکستان دغه تورونه رد کړي وو او له هند څخه یې ددغې پېښې په اړه د هر ډول ثبوت د وړاندې کولو غوښتنه کړې وه.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي وو، په هندي کشمیر له برید څخه دا څرګنده شوه چې د خبرو وخت پای ته رسېدلی او د ترهګرو او د هغوې د ملاتړو پرضد د ګامونو نه پورته کول به زیات خطرناک وي.