لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند اؤ پاکستان یو بل پسې الوتکې پورته کړي


ورځ تر بلې دپاکستان اؤ هند ترمینځ داړیکو تاؤژنیدو وروسته دپاکستان پوځ دعوه کړې ده چې تیره شپه دواړو هیوادونو یو بل پسې الوتکې پورته کړي دي.

دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور دنهې په سحر پخپله ټوئټر پاڼه لیکلي چې تیره شپه هندي الوتکو دلائن اف کنټرول یا ایل او سي څخه سرغړونه وکړه اؤ وئ غوښتل چې دمظفراباد دلارې راننوځي‌ خو پاکستانۍ الوتکې ورپسې سمدستي ور پورته شوي دي.

میجرجنرال اصف غفور دعوه کړې ده چې دپاکستاني الوتکو په حرکت کې له راتګ سره سم هندي الوتکې پشا تللي دي خو دتګ پرمهال یې دبالا کوټ سیمې ترڅنګ یوه وسله هم غورځولې چې هیڅ نقصان یې نه دی کړی.

هندوستان تر اوسه دپاکستاني پوځ د ویاند په دغه دعوه خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.

دپاکستاني پوځ ویاند په ټوئټر دهاغه سیمې عسکونه هم خپاره کړي چې دعوه کوي هند پکې وسله غورځولې ده اؤ هم یې دبم په څیر یوعکس خپور کړی چې” پی لوډ” نوم یې ورکړی او وایي داهندي الوتکو غورځولی

دپاکستان اؤ هند ترمینځ اړیکې د ۱۴مې فرورۍ نه وروسته له هغې سختې تاوژنې شوي چې هندي کشمیر کې په هندوستاني ځواکونو یو ځانمرګي برید کې۴۹ هندي سرتیري ووژل شول.

دجیش محمد په نوم سخت دریځې اسلامي ډلې ددې برید پړه پغاړه اخستې خو هندوستان یې تور دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي شبکه ایي ایس ایي لګولی دی.

دهندوستان وزیراعظم ښاغلي نریندر مودي له دغه برید وروسته دخپل هیواد پوځ ته دهر رقم ځوابي وار کولو واک ورکړی اؤ ویلي یې دي چې هند به په دې ترهګریز برید غلی نه پاتې کیږي.

دګاونډیو هیوادونو هند اؤ پاکستان ترمینځ له دې وړاندې هم درې ستر جنګونه شوي خو دپاکستان پوځي ویاند روانه اوونۍ پخپل یو مطبوعاتي کانفرنس کې هند ته ګواښ کړی چې داځل به دپاکستان پوځي عکس العمل هند حیران کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG