لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د هند جنګي الوتکې ولې نه دي را ګوزارې کړی شوي؟"


هند د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جنګې الوتکو له لارې د جېش محمد په مرکز د برید دعوه کړې او د پاکستان د پوځ ویاند ویلي هندي الوتکو د مظفراباد سره نزدې د لائن اف کنټرول سرغړونه کړې او د بالاکوټ سره نزدې يې وسله غورځولې ده.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور ویلي، د پاکستان لخوا د ځوابي عملیاتو په پايله کې هندي الوتکو خپله بار وسله غورځولې ده خو کوم زیان نه ده اوختی.

په سوشل ميډيا هندي او پاکستاني دعوؤ ته په غبرګون کې پاکستاني ژورنالسټانو په ځانګړي ډول دا پوښتنه راپورته کړې چې "د هند الوتکې ولې نه دي را ګوزارې کړی شوي؟".

پاکستاني ژورنالسټ دغه پوښتنه کړې چې "د هند راننوتونکې جنګي الوتکې مونږ ولې نه دي ويشتي؟".

عاصمه شيرازي ویلي،

"د هند جنګي الوتکو زمونږ د پولې سرغړونه کړې پاکستان ته راننوتي، بالاکوټ خېبرپښتونخوا ته نزدې راغلي، په کشمير راوړېدلي، زما ساده پوښتنه ده، دوي بيرته ولې پرېښودی شوي دي؟".

باقر سجاد هم ځواب غوښتی او ويلي يې دي،

"د هند پاکستاني فضايي سيمې ته راننوتل خطرناک اقدام دی. زه پوهه يم چې ولې د پاکستان هوايي ځواک راننوتونکې الوتکې نه دي ويشي خو څه پرېشاني ده او څنګه هندي الوتکې بالاکوټ ته رارسېدلې په داسې حال کې چې د پاکستان هوايي ځواک چمتو ؤ؟".

کاشف عباسي ویلي،

"هندي الوتکې پاکستان ته راننوتي، بمونه يې غورځولي، د پرېکړې وخت دی، پاکستان به ورته څنګه ځواب وايي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG