واشنګټن ــــ د پاکستان پوځ او حکومت پر بالاکوټ د هند د برید دعوه رد کړې، خو وایي دا چې هندي الوتکو د پاکستان د فضایي حدودو سرغړونه کړې او تر کرښې ور اوښتي دي نو اوس دې د پاکستان ځوابي برید ته انتظار کوي.
د پاکستاني پوځ ویاند آصف غفور ګواښ کړی او وایي وزیراعظم عمران خان ورته د تیار اوسېدو امر کړی او پوځ یې تیار دی چې هند ته ځواب ورکړي. آصف غفور وویل، وخت راغلی چې هند د پاکستان د ځواب انتظار وکړي:
"ځواب بر پر داسې ځای او وخت وي چې د انتخاب فیصله به یې زموږ پوځي او ملکي رهبري کوي، هند دې د حیرانوونکي ځواب په تمه اوسي".
د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د سه شنبې- ګل په ورځ مازدیګر په پینډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، هندي الوتکې د شپې په تیاره کې تر لاین آف کنټرول ور اوښتې او څلور یا پینځه مینټه د پاکستان په خاوره کې پاته شوې دي:
"هند دعوه کوي چې الوتکې یې 21 منټه د پاکستان په خاوره کې وې او په بالاکوټ کې یې د جیش محمد پر روزنیز مرکز برید کړی، 350 کسان یې وژلي دي، زه غټه خبره نه کوم خو ورته وایم چې دوی دې 21 منټه د پاکستان په خاوره کې پاته شي".
آصف غفور خبریالانو ته وویل، دوی یې ځکه خبري غونډې ته د پوځ مرکز (جي ایچ کیو) ته ور وبلل، چې د هند د دعوو ثابتولو لپاره یې له ځانه سره بالاکوټ ته بوځي خو وایي "له بده مرغه د موسم له وجې مو له هوایي لارې نه شم بېولای او که مو د سړک له لارې بیایم نو هلته به تیاره شوې وي".
د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور تر خبري غونډې مخکې پر ټویټر لیکلي وو: "هندي الوتکې د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر مظفراباد سیکټر ته تر پولې درې څلور مایله را اوښتې وې خو د پاکستان فضایي ځواک پر وخت او اغېزمن ځواب ورکړ، ځکه یې و د تېښتې په وخت په بالاکوټ کې بمونه وغورځول خو چاته یې زیان نه دی اړولی".
د بالاکوټ د برید په اړه تر اوسه څه داسې کوټلي شواهد او ویډیوګانې هم مخې ته نه دي راغلې چې دغه برید د هند دعوې ثابتې کړي، خو د بالاکوټ ځینو اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې د شپې یې د چاودنو او الوتکو غږونه اورېدلي دي.
د هندي هوایي ځواکونو له خوا د لاین آف کنټرول پر سرغړونه نن د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې هم حکومتي او اپوزیشن ګوندونو کلک غبرګون څرګند کړی او سبا د چارشنبې- شورو په ورځ یې په دې اړه د پارلمان ګډه غونډه را بللې ده.