لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ له کېم جان اون سره لیدنې ته روانېږي


د قطبي کوریا د مشر د کېم جان اون او د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ ترمنځ غونډه به د ویتنام په سرښار هنویې کې د چهارشنبې یا شورو په ورځ پیل کړېږي.

د قطبي کوریا مشر دې غونډې ته د خپل ملک نه هنویې ته په رېل ګاډي کې رسېدلي دی.

صدر ټرمپ د مقامي وخت مطابق نن ماښام هنویې ته رسېدونکی دی.

دواړه مشران به د چهارشنبې په ماښام په خپلو کې کښیني.

دې پسې به د دواړو ملکونو چارواکي خپلو کې یو شمېر غونډې کوي.

صدر ټرمپ سره به په دغې موقع د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د سپینې ماڼۍ قایم مقام چیف اف سټف مایک ملویني خبرو کې ملګرتیا کوي.

صدر ټرمپ به د شمالي کوریا مشر سره له ملاقات نه مخکې د ویتنام له صدر او وزیر اعظم سره ملاقاتونه کوي.

واشنګټن پوسټ د صدر ټرمپ او د کېم جان اون ترمنځ دکېدونکې غونډې په اړه په خپل یو تازه راپور کې لیکلي دي چې د امریکا او د سویلي کوریا د حکومتونو دا خواهش دی چې قطبي کوریا د مشر ډاډګېرنه وکړي چې د ویتنام په شان خپل ملک قطبي کوریا د سوشلیزم نه د ازادو منډوو معیشت ته وباسي.

رپوټ لیکلي، داسې معلوميږي چې د قطبي کوریا مشر د خپل ملک معیشت ته په وده ورکولو کې ډېر غرضي دی او غواړي چې د خپل ملک د سیلګرۍ مد ته ترقي ورکړي او په خصوصي اقتصادي سیمو کې خارجي سرمایه کار سرمایې لګولو ته جوړ کړي.

خو د قطبي کوریا او د سیمې د معاملو ځېرک ماهران وايي، چې داسې هېڅ علامې نه ښکاري چې د قطبي کوریا مشر به په خپلو خلکو خپله اشتراکي پنجه سسته کړي یا به په خپل ملک کې خارجي اثر او رسوخ خپرېدو ته پرېږدي.

د راپور په اخر کې د سویلي کوریا د سیجونګ نومې ادارې د یو ماهر د چیانګ سیونګ چانګ د خولې له لیکلی شوی چې د قطبي کوریا مشر کېم جان اون به له صدر ټرمپ سره تر غونډې وروسته واپس په رېل ګاډي کې خپل ملک ته ځي خو په لاره کې به د چین په صدر مقام بیجنګ کې دمه کوي او د چین صدر شي پینګ به صدر ټرمپ سره د خپل دوهم ملاقات د نتیجو نه خبروي.

خیال دی چې کېم جان اون به د چین صدر شیپینګ ته تسلي ورکوي چې د خپل ملک د غیر اټومي کولو په معامله به خبرې اترې جاري ساتي.

دی به په دغه موقع چین نه پوځي او اقتصادي امداد هم غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG