لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټانک:عملیاتو کې دپاکستاني طالبانو دتحریک څلور وسله وال وژل شوي


امنیتي سرچینې وایي دخیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې امنیتي ځواکونو دپاکستاني طالبانو په ضد عملیات کړي چې پکې د طالبانو دیو مهم کمانډر په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.

دچهارشنبې په ورځ دسیمې نه امنیتي سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې دغه عملیات تیره ورځ دایف ار ټانک په پنګ سیمه کې شوي چې پکې دپاکستاني طالبانو دتحریک مهم کمانډر قاري ظاهر شاه چې په درویش نوم شهرت لري وژل شوی.

سرچینې وایي دکمانډر درویش ترڅنګ په دې عملیاتو کې د زاهد،ګل نواز اؤ شاهد په نوم درې نور تندلاري هم وژل شوي دي.

ویل کیږي عملیاتو کې وژل شوي څلور واړه کسان په یو شمیر جرائمو کې ککړ وؤ اؤ امنیتي ځواکونه ورپسې له ډیرې مودې لګیدلي وؤ.

دپاکستاني طالبانو تحریک لا په دې هکله څه نه دي ویلي خو ازادې سرچینې وایي چې وژل شوی طالب کمانډر قاري ظاهرشاه دطالبانو لیکو کې زیات نفوذ لرلو اؤ په سیمه کې دطالبانو لیکو کې دخلکو وردننه کولو ترڅنګ جنګي پلانونه هم جوړؤل.

دپاکستان په پوځ، پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو چې په دې وروستیو کې څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

په کال ۲۰۱۴م کې دپاکستان پوځ دطالبانو په ضد دضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات کړي وؤ اؤ دعوه کوي چې ددغو عملیاتو له امله یې دخیبرپښتونخوا ګڼې سیمې دهغوئ د ولقې څخه ازادې کړي د

XS
SM
MD
LG