د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، د هند دوه جنګي الوتکې نن د پاکستان لوري ته راوړېدلي او پاکستان ويشتي دي او پایلټان يې په ولقه کې اخیستي دي.
قوم ته په وېنا کې عمران خان وويل، د هند د نهې، سه شنبې د ورځې عملیاتو ته هغه وخت ځواب ځکه نه ؤ ورکړی شوی چې دوي په پوره تاوان نه ؤ خبر.
هغه وويل نن د شورو، چهارشنبې په ورځ د هند دوه جنګي الوتکې راوړېدلي او پاکستان رانسکورې کړي دي او پايلټان يې په ولقه کې اخيستي دي.
خو د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي پاکستان نن سهار د هند پوځي تاسيسات په نخښه کړي او بيا د هند هوايي ځواک يې ځواب کړی د پاکستان يوه جنګي الوتکه رانسکوره کړی شوې او د عملياتو په مهال يې يوه الوتکه د لاسه ورکړې ده.
هند ويلي يوه پايلټ يې بې درکه دی او پاکستان يې په ولقه کې د اخيستو ادعا کړې ده خو دوي رښتياؤ ته د رسېدو هڅه کوو.
پاکستان د هند دا ادعا رد کړې چې ګنې د پاکستان الوتکه نسکوره کړی شوې ده.
عمران خان په خپله وېنا کې وويل د نن ورځې د عملیاتو مقصد يې هند ته خپل توان ښکاره کول ؤ چې پاکستان د ځواب توان لري.
هغه زياته کړه د پلوامه د بريد وروسته يې هند ته وړانديز کړی چې په پلټنو کې ورسره مرستې ته تيار دی.
د پاکستان وزیراعظم وويل، "د هندوستان د حکومت نه پوښتنه کوم چې زمونږ دواړو سره کومې وسلې دي مونږ د هغې د زغم نه يُو او که جګره پېل شوه بیا به نه زما (عمران خان) او نه د مودي په لاس کې وي".
هغه وويل زه بيا هند ته بلنه ورکوم چې په ترهګرۍ ورسره خبرې کولو ته تيار يُو.
پرون هند ويلي د پاکستان د خېبرپښتونخوا په بالاکوټ کې يې د جېش محمد مرکز په هدف کړی او په سوؤ ترهګر، روزونکي او مشران يې ورله وژلي دي.
پاکستان ويلي د هند هوايي ځواک په بالاکوټ کې څلور بمونه غورځولي او په تېښته تللي دي.
دا تازه عملیات په داسې حال کې رامنځته شوي چې په ۱۴م فرورۍ د هندي کشمیر په پلوامه کې په هندي ځواک بريد کې د ۴۰ نه زیات سرتيري وژل شوي او جېش محمد د بريد زمه واري منلې وه.
هند د بريد تور د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره ايي اېس ايي لګولی خو پاکستان يې رد کړی ؤ.