لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې او نړیوالې ورورولۍ په پاکستان او هند د زغم کولو غږ کړی دی


امريکې او نړیوالې ورورولۍ د ايټمي قوت لرونکو ګاونډي هېوادونو پاکستان او هند غږ کړی چې دوه اړخيزه کړکېچ راکم کړي او د زغم نه کارواخلي.

امريکې، چين، ملګرو ملتونو او يورپي يونين او ځينې نورو هېوادونو په اسلام اباد او نوي دهلي د زغم غږ په داسې حال کې کړی چې دواړو ګاونډي هېوادونو د يو بل پرضد د پولې د سرغړونو توورنه لګولي او د عملیاتو ادعاوې يې کړي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت مايک پمپيو ويلي د هند د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج او د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره يې په ټيليفون خبرې کړي دي.

پمپيو ويلي دواړو ته يې ويلي چې نور د پوځي عملیاتو څخه ډډه او نېغ په نېغه د يو بل سره خبرې وکړي.

د بهرنيو چارو د وزارت ترمخه سوراج سره په خبرو کې نوموړي ویلي، دواړه ګاونډي هېو ادونه دې په سيمه کې د سولې په ځای ساتلو دپاره په امنيتي چارو کې مرسته وکړي.

او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قرېشي ته يې ويلي د پوځي عملیاتو څخه دې ډډه وشي او تاؤ تريخوالی دې کم کړي.

پمپیو په پاکستان ټينګار کړی چې په خپله خاوره د ترهګرو ډلو پرضد کوټلي عملیات وکړي.

ملګرو ملتونو، يورپي يونين او چين هم په دواړو هېوادونو د زغم نه د کار اخيستو غږ کړی دی.

هند پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په بالاکوټ سيمه کې د جېش محمد د مرکز په نخښه کولو ادعا کړې او پاکستان ويلي ؤ هندي الوتکو بمونه غورځولي او تښتېدلي دي.

پاکستان بيا د هند ادعا ته په غبرګون کې ويلي ؤ هند ته به ځواب ورکوي او نن يې ادعا کړې چې د هند دوه جنګي الوتکې يې رانسکورې کړي دي.

پاکستان له دې وروسته خپل فضايي حدود هم بند کړي دي.

XS
SM
MD
LG