لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د قانون وزیر: ترهګري چې کېږي پیسې خو له کوم ځایه ضرور ورته راځي، د دې مخه به نیسو


واشنګټن ـــــ د پښتونخوا حکومت په چنده د چلېدونکو مذهبي تنظیمونو او غیرسرکاري ټولنیزو ادارو د مالي معاملاتو د نظم لپاره په تېر 2018م کال کې د (کې پي چېریټي ایکټ) په نامه د قانون مسوده له کابینې منظوره کړې وه چې اوس به اسمبلۍ ته وړاندې کېږي.

په دغه قانوني مسوده کې سپارښتنه شوې چې په چنده چلېدونکې ادارې دې له سره رجسټر کړل شي او د هغوی د مالي انتظاماتو د څارنې لپاره دې یو پینځه کسیز کمېشن جوړ شي.

د غیرقانوني پیسو د مخنیوي او څار نړیوالې ادارې (ایف اې ټي ایف) د 2018م کال په جون کې پاکستان په دې برخه کې د ناکافي اقداماتو په تور په خړ لیسټ کې شامل کړ او له پاکستانه یې وغوښتل چې که په دې برخه کې ګامونه پورته نه کړي نو تور لیسټ ته به واچول شي.

د پښتونخوا د قانون وزیر سلطان خان وایي، پر ځای د دې چې نړیوالې ادارې او نور هېوادونه له پاکستانه د غیرقانوني پیسو د مخنیوي غوښتنه وکړي، د پاکستان ادارې باید پخپله د دې د کنټرول او انتظام لپاره ګامونه واخلي:

"د ایف اې ټي ایف یوه خبره دا ده چې وایي کومې ادارې چې په پاکستان کې چندې را غونډوي د هغوی پوره انتظام نه شته، نو دا به موږ د ځان لپاره هم کنټرولوو. دې ادارې موږ ته تر مې میاشتې پورې بیا وخت راکړ، چې تاسو د دې مخه ونیسئ، نو زموږ صوبایي او مرکزي حکومت به تر جون مخکې د دې د مخنیوي لپاره ګامونه اخلي".

د پښتونخوا د قانون وزیر سلطان خان وي.او.اې ډیوه ته وویل، حکومت یې کلکه پرېکړه کړې چې نور به د غیرسرکاري تنظیمونو څارنه کوي او دا به معلوموي چې دوی چندې د څه لپاره را غونډوي:

"زموږ دپاره دا ضروري ده چې موږ ته دا پته ولګي چې زموږ په ټولنه کې کوم خلک چنده را غونډوي په څه نوم یې را غونډوي ولې یې را غونډوي د هغه وجه څه ده، په هغو ادارو کې چې کوم خلک ناست دي یا هغه پیسې چې چاته رسېږي آیا هغوی صحیح کار کوي که نه غیرقانوني کار کوي".

د پښتونخوا د قانون وزیر وایي، د مذهبي تنظیمونو، لویو او وړو انجوګانو په ګډون د نورو چنده را غونډوونکو خیراتي ادارو د مالیاتو د څارنې لپاره د نورو عادي قوانینو د غښتلي کولو لپاره مرکزي او صوبایي حکومتونه په شریکه کار کوي:

"دا ترهګري او غلط وارداتونه چې کېږي د هغوی لپاره پیسې له کوم ځای نه خو ضرور راځي، نو زموږ پلټنې د چا خلاف نه دي، موږ به کلک ګامونه اخلو، له مخکې نه نور قوانین هم په دې برخه کې شته او که ضرورت وو نوره قانون سازي به هم کوو او داسې تنظیمونه به کنټرولوو".

د پښتونخوا د قانون وزیر سلطان خان وایي، د غیرقانوني پیسو د مخنیوي د قانون ګټه به دا وي، چې تر حکومتي بندیز وروسته کومه شخصي اداره په بل نوم چنده را غونډه نه کړي او که څوک دا کار کوي هغه ته به سزا ورکول کېږي:

"بندیز ورباندې لګول لومړی ګام دی، خو بیا به د هغوی بېنکي اکاونټونه بندېږي او مالیاتي هلې ځلې به یې درول کېږي او درېیم ګام دا دی چې د داسې کار ذمه واران ونیول شي یا له دې کاره را وګرځول شي".

په پاکستان کې پر ډېرو هغو مذهبي تنظیمونو حکومت بندیزونه لګولي، چې توندروۍ ته د ودې ورکولو تورونه ورباندې لګېدلي، خو هغوی بیرته په نورو نومونو نور تنظیمونه پرانیستي دي او چندې را غونډوي، چې په دغو کې د ملګرو ملتونو او امریکې له خوا د ترهګر پېژندل شوي حافظ سعید دوې ادارې جماعت الدعوه او فلاحِ انسانیت هم شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG