لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند سره تاؤ تریخوالی،پاکستان خپلې ټولې هوایي لارې تړلي دي


دپاکستان اؤ هند ترمینځ د سیوا شوي تاؤ تریخوالي نه وروسته پاکستان خپلې ټولې هوایي لارې تړلي دي چې له امله یې نه خو دبهر وطنونو نه څوک پاکستان ته اؤ نه هم دپاکستان څخه بهرنیو وطنونو ته تګ کولی شي.

دپاکستان رسنیو دهوابازۍ دڅانګې په حوالې ورکولو سره د زیارت په ورځ ویلي چې دپېښور،کوټې،کراچۍ،لاهور،ملتان اؤ فیصل اباد هوایي اډو څخه ټولې الوتنې ځنډول شوي اؤ دجهازونو کمپنیو ته امر شوی چې ترڅو ورته بل امر نه وي شوی ترهغې به دهیواد هوایي حدونو کې خپلې الوتکې نه پورته کوي.

خو دپاکستان ډان ورځپاڼې بیا لیکلي چې ځینې هوایي لارې په محدوده کچه پرانستل شوي خو دمسافرو الوتکو ته تر اوسه اجازه نه ورکول کیږي چې الوتنې وکړي.

دپاکستان دهوابازۍ څانګې پخپل بیان کې ویلي چې په محدوده کچه دځینو هوایي لارو د پرانستل کیدلو وروسته تیره شپه دکراچۍ هوایي ډګر څخه یوه الوتکه دوبۍ اؤ بله مسقط ته روانه شوې ده .

بیان کې ویل شوي چې دپاکستان شمال ختیزې اؤ شمال لویدیزې هوایي لارې لا تړل شوې پرتې دي.

دپاکستان ملي هوایي شرکت پي ایي ای په ټوئټر لیکلي چې دهند اؤ پاکستان د اوسني تاؤ تریخوالي نه وروسته په ګرد هیواد کې دسورلیو د الوتکو الوتنې اغیزمنې شوې دي.

دهوابازۍ څانګې هم ټوئټ کړی چې د اوسني تاؤ تریخوالي له امله سول ایوي ایشن اتهارټي دپاکستان هوایي لارې تړلي اؤ ددې اعلامیه یې هم خپره کړې ده.

پاکستان خپل هوایي لارې وروسته له هغې تړلي چې د چهارشنبې په ورځ ددې هیواد پوځ دعوه وکړه چې دخپل رقیب ګاونډي دوه الوتکې یې دخپلو هوایي حدونو په سرغړونه رانسکورې کړي دي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر تیره ورځ دبندو دروازو ترشا دهیواد سیاسي مشرتابه ته ویلي چې دهند لخوا اوس هم دپاکستان په ضد د لاس پښو وهلو اندېښنه شته خو پاکستان خپلې دفاع ته چمتو ولاړ دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG