لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپېښور هائیکورټ جج دطالبانو برید کې ژوبل شوی دی


پولیس وایي دپېښور د ایالتي محکمې یا هائیکورټ په یو قاضي محمد ایوب نامعلومو وسله والو برید کړی چې پکې قاضي ایوب اؤ دهغه ډرائیور ژوبل شوي دي.

خو دپاکستاني طالبانو تحریک وایي دغه جج دوئ ویشتی اؤ راتلونکي کې به نور ججان هم په نخښه کړي

دپېښور چهاوڼۍ دپولیسو مشر وسیم ریاض خبریالانو ته ویلي چې دهائیکورټ په جج یا قاضي محمد ایوب دا برید د زیارت په سحر دحیات اباد فیز۵ علاقه کې شوی .

هغه ویلي نامعلومو وسله والو د قاضي ایوب په ګاډي ناتاره ډزې کړي چې په دغو ډزو ښاغلی ایوب اؤ‌ دهغه ډرائیور ژوبل شوي اؤ د درملنې دپاره روغتون ته رسول شوي‌ دي.

پولیس وایي برید کوونکي د پېښې وروسته له موقعې تښتیدلي خو پولیس پلټنې پیل کړي اؤ دهغوئ دنیولو هڅې کوي.

دپاکستاني طالبانو دتحریک ویاند محمدخراساني ددې برید پړه پغاړه اخستې ده اؤ ویلي یې دي چې پاکستان کې ټولې محکمې غیر شرعي دي چې دهغوئ غړو(طالبانو) ته تیزندۍ اؤ دبند سزاګانې ورکوي.

پخپل یو بیان کې دطالبانو ویاند ګواښ کړی چې راتلونکي کې به هم په ججانو خپلو دغسې بریدونو ته دوام ورکړي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې زیاتره په ترهګریزو بریدونو کې امنیتي اؤ سیاسي چارواکي وژل شوي خو په ججانو د ترهګریزو بریدونو ډیرې لږې پېښې مخې ته راغلي دي

XS
SM
MD
LG