لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: په قطر کې له طالب استازو سره روانې خبرې ګټورې دي


واشنګټن ډي سي: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وایي، د قطر په دوحه کې له طالبانو سره روانې خبرې ګټورې دي او زیاتوي چې مونږ د سولې پر لور ورو خو ځواکمن ګامونه اخلو.

خلیلزاد په خپل ټوېټر باندې دا هم لیکلي، چې په دوحه کې د سولې د خبرو له دوام سره په کابل کې هم د یو ملي ټیم د جوړولو په برخه کې پرمختګ شوی تر څو د افغانانو ترمنځ خبرو او بیا له طالبانو سره خبرو ته ورننوځي.

خلیلزاد په خپل دریم ټویټ کې داهم لیکلي، چې په دوحه کې به دواړه غاړې په راتلونکو دوو ورځو کې په خپلو کې سره خبرې وکړي او د شنبې یا خالي په ورځ به بېرته سره راټول شي.

ښاغلي خلیلزاد دا هم لیکلي، څلور واړه مهمې مسلې د خبرو د مېز پر سر پرتې دي.

په دغو مسلو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له القاعدې شبکې سره د طالبانو د اړیکو پرې کول، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او په افغانستان کې د اوربند مسله شامله ده.

د طالبانو ویاند ویلي، د دواړو خواوو تخنیکي ډلې به اوس په جلا خبرو کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو پر مسلې کار وکړي.

د طالبانو د مذاکره کونکي ډلې ویاند سهیل شاهین وویل، له امریکايي مذاکره کونکو سره خبرې ښې وې او دوی سم لوري ته روان دي.

"مونږ دوه مهمې مسلې لرو. له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل راته یو بنسټیزه مسله ده او امریکايي لوري ته دا ډېره مهمه مسله ده چې د افغانستان خاوره به د امریکایانو او د هغوی د متحدینو پرضد نه کارول کېږي."

په قطر کې د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ د تېر اوړي راهیسې کله چې واشنګټن له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې پیل کړې، دا پنځم ځل خبرې دي.

امریکا وایي، دغه خبرې ددې لپاره کېږي چې د افغانانو ترمنځ خپل منځي خبرو ته لاړه هواره شي.

په افغانستان کې د سولې روانې خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ملګروملتونو په یو راپور کې، چې ددې اونۍ په سر کې خپور شوی راغلي دي، چې تېر کال له جګړو سره د تړلو پېښو له امله په افغانستان کې تقریبا ۴۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG