لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ له کېم سره د جوهري وسلو پر سر خبرو نه پاڅېدلی دی


د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د زيارت په ورځ په وېتنام کې د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ ون سره د جوهري وسلو په سر د روانو خبرو نه پاڅېدلی او ويلي يې دي، کله کله داسې وخت راشي چې بيا د خبرو نه پاڅېدل پکار وي.

"تاسو ته تل د خبرو نه اوچتېدلو لپاره ځان تيار ساتل پکار وي د پرېکړې ټول کاغذونه دستخط لپاره تيار وو او هم نن به ما دستخط کول خو خبره ورانه شوه،'

صدر ټرمپ ويلي، د شمالي کوريا مشر کېم شرط دا وو چې وړاندې دې امريکا خپل ټول بنديزونه اوچت کړي نو دی به بيا هله خپل جوهري پروګرام تړي خو صدر ټرمپ وايي، امريکا داسې نه شي کولی.

صدر ټرمپ د وېتنام پايتخت هنوي کې د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ ون سره د جوهري وسلو پر سر دا دويمه غونډه وه چې په دويمه ورځ د خپل وخت نه وړاندې بغېر له څه نتيجې ختمه شوه،

د دغې غونډې وروسته صدرټرمپ د يوخبري کانفرنس په وخت خبريالانو ته وویل، له کېم سره تېره شپه دده ډېرې ګټورې خبرې شوي،

" زه د شمالي کوريا سره د لوظنامې لپاره تندي نه کوم، زه په دې خبره خوشحاله يم چې شمالي کوريا جوهري وسلې او ميزايلونه نه ازمايي .،

د صدرټرمپ او شمالي کوريا د مشر کېم خبرې په داسې وخت کې بې نتيجې ختمې شوي چې د امريکا وتلې ورځپاڼه نيويارک ټايمز وايې، دلته په کانګرېس کې د ښاغلي ټرمپ پخواني وکيل ماېکل کوهن د صدر په ضد ګواهي ورکوله او په هغه يې يوشمېر تورونه لګولي.

صدر ټرمپ د خپل پخواني وکیل کوهن دغه ګواهي دروغجنه بللې ده او ويلي يې دي، د يوې ډېرې مهمې غونډې په وخت داسې ګواهي ډېره عجيبه خبره ده.

د صدر ټرمپ پخواني وکيل د نوموړي د خوي خصلت په اړه يوشمېر بوګنونکي رازونه د کانګرېس په وړاندې برسېره کړي دي خو ويلي يې دي، داسې ثبوته نه لري چې ګنې صدر ټرمپ د روس سره د انتخابي مهم په وخت رابطې کړې وې.

XS
SM
MD
LG