لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د هوايي لارو تړل د ورځې په سر ۴۰۰ پروازنه اغېزمنوي


د پاکستان د هوابازۍ ادارې سېول اېوي اېشن (سي ای ای) ويلي پاکستان به زر خپلې هوايي لارې خلاصې کړي خو ټاکلی وخت یې نه دی ښودلی.

په نړيوال کچ د الوتکو د پروازونو د څار ادارې فلايټ ريډار په ټويټر ويلي، د پاکستان د هوايي لارو تړلو له امله د ورځې په سر ۴۰۰ پروازونه اغېزمن کيږي.

د پاکستان د هوابازۍ ادارې د شورو، چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول د هوايي لارو تړلو ويلي ؤ.

د شورو په ورځ پاکستان ادعا کړې د هند دوه جنګي الوتکې يې د پولې د سرغړونې په سر رانسکورې کړي او يو هندي پايلټ يې نيولی دی.

هند بیا ادعا کړې يوه الوتکه يې د لاسه ورکړې او د پاکستان يوه الوتکه يې رانسکوره کړې ده خو پاکستان ويلي الوتکه يې نه ده نسکوره کړی شوې.

د هند او پاکستان د تاؤ تريخوالي وروسته پاکستان خپلې هوايي لارې تړلې وې.

سي ای ای نن د جمعې په ورځ نزدې ۱۱ بجې غرمه ويلي پاکستان به زر د هوايي لارو د تړلو د بندېز د وخت پوره کېدو سره لارې خلاصې کړي خو له دغې وروسته يې بيا بل ټويټ نه دی کړی.

فلايټ ريډار ویلي د پاکستان د لارو تړلو له امله په ايران، جارجيا، ازربائجان او سويلي هند باندې د پروازونو سېوا زور دی.

د پاکستان هوايي شرکت پي ايي ای ويلي د پروازونو په اړوند دې مسافر د پي ايي ای سره تماس ونيسي.

XS
SM
MD
LG