دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي حکومت یې چمتو چې طالبانو ته دفتر ورکړي، د بندیانو په اړه ورسره مذاکره وکړي، خو له حکومت سره د تفاهم پرته طالبان له تور لیست څخه نشي وتلی.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې امریکا سره دخبرو په جریان کې طالبان دخپلو نورو مهمو غوښتنو ترڅنګ یوه غوښتنه دا هم لري چې دهغوئ دځېنو مهمو مشرانو نومونه باید د تور لیسټ څخه وویستل شي.
دپنجشنبې په ورځ دکابل په صدارتي ماڼۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ دملي ورځې د نمانځنې دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي اشرف غني طالبانو ته په مخاطبه وویل”سوله متقابل عزت دی او کله چې مونږ له قید او شرط پرته د سولې مذاکرات اعلان کړل، تاسې ته مو په کم نظر ونه کتل، تاسې هم د افغانستان عظیم ملت ته په کم نظر مه ګورئ”
ولسمشر غني تر دې دمخه هم څو کرته طالبانو ته د مزاکراتو اؤ په کابل کې ددفتر ورکولو وړاندیز کړی خو طالبان دافغان دولت سره دسولې دخبرو نه پرله پسې انکار کوي اؤ دریځ لري چې د اشرف غني دولت دپرېکړو واک نه لري ځکه نو هغوئ دامریکا سره نیغ په نېغه خبرې کوي.
افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې دتیرې ددشنبې راهسې طالب مشرانو سره افغانستان کې دسولې دخبرو پینځم پړاؤ پیل کړی اؤ طالبانو هیله ښودلې ده چې په دې خبرو کې به امریکا سره یوې غوڅې موافقې ته ورسیږي.
دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر اشرف غني وویل “په جګړه کې تر ټولو سخته شېبه هغه ده چې سوله نږدې کېږي او حملې شدت مومي خو ما د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې د احتمالي بریدونو د دفعه کولو لپاره هر ډول غوره چمتووالی ولرئ”
په دغه موقعه ولسمشر غني دملي دفاع په وزارت کې دخپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ هم کېښوده او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه د ساتنې په برخه کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې.
ښاغلي غني هغو کورنیو ته چې خپل زامن یې د امنیتي ځواکونو لیکو ته لېږلي د درناوي مراتب وړاندې کړل او وې ویل، “ویاړم چې د دې وطن اصلي او معنوي مالکیت ستاسو دی، ځکه اصلي خطر تاسو منئ او اصلي قرباني تاسو ورکوئ او ستاسو د قربانیو له برکته په ملیونونو افغانان په امن کې ژوند کوي”
ښاغلي اشرف غني په دغه دستوره کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو یو شمېر کورنیو او ټپیانو ته د اپارتمانونو کیلي ګانې هم ورکړي دي