لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دپېښور،کوټې،اسلام اباد اؤ کراچۍ هوایي اډو نه الوتنې بحال کړې


په پاکستان کې دهوابازۍ دڅار اداری سی ای ای دپېښور،کوټې،اسلام اباد اؤ کراچۍ هوایي ډګرونو څخه دالوتکو الوت ته یو یوارې بیا اجازه ورکړې ده اؤ اعلان یې کړی دی چې دغه څلور واړه هوایي ادې به دماښام شپږو بجو دالوتنو دپاره خلاصې وي.

هند سره درې ورځې وړاندې دپیدا شوي تاؤ تریخوالي نه وروسته پاکستان خپلې ټولې هوایي لارې تړلې وې اؤ په نړيوال کچ د الوتکو د پروازونو د څار ادارې فلايټ ريډار په ټويټر ويلي وؤ د پاکستان د هوايي لارو تړلو له امله د ورځې په سر ۴۰۰ الوتنې اغیزمنې کیږي.

دپاکستان د هوا بازۍ دادارې ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې دلاهور،سیالکوټ،فیصل اباد،ملتان اؤ نورو هوایي اډو د پرانستلو پرېکړه به وروسته کولی شي.

په پاکستان کې د څلورو لویو هوایي اډو دپرانستل کیدو نه سمدستي وروسته دپاکستان ملي هوایي شرکت پي ایي ای دخپلو الوتنو شیډول یا جدول بحال کړی اؤ ټولو مسافرو ته یې د ټیلي فونونو دلارې په دې اړوند اطلاع هم ورکړې ده.

په پاکستان کې دهوایي لارو د تړل کیدلو له امله د تیرو دوؤ ورځو راهسې په لکونو هغه خلک دپرېشانۍ سره مخ وؤ چې دپاکستان دننه،بهر یا د نورو هیوادونو څخه یې پاکستان ته سفر کول غوښتل .

پاکستان خپلې هوایي لارې وروسته له هغې تړلي چې د چهارشنبې په ورځ ددې هیواد پوځ دعوه وکړه چې دخپل رقیب ګاونډي دوه الوتکې یې دخپلو هوایي حدونو په سرغړونه رانسکورې کړي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې هند دعوه کړې وه چې دپاکستان دخیبر پښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې دجیش محمد په نوم د تندروه ډلو په ځالو هوایي بریدونه کړي اؤ ګڼ شمیر ترهګر یې وژلي‌ دي.

ددغه جنجال نه وروسته هند هم خپلې پینځه هوایي ادې تړلې وې.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه اوړمه ورځ دبندو دروازو ترشا دهیواد سیاسي مشرتابه ته ویلي وؤ چې دهند لخوا اوس هم دپاکستان په ضد د لاس پښو وهلو اندېښنه شته خو پاکستان خپلې دفاع ته چمتو ولاړ دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG