دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په امر ددغه هیواد ملي یا اسټیټ بانک په هیواد کې ټولو بانکونو اؤ مالیاتي ادارو ته دافغان کډوالو د بانکي اکاونټونو پرانستلو اجازت ورکړی دی.
وزیراعظم عمران خان روانه اوونۍ په پښتو ژبه یو ټوئټ کړی ؤ چې پاکستان کې میشت افغان کډوال کولی شي دپاکستان په بانکونو کې خپل اکاونټونه پرانزي اؤ په دغه اړوند هغه اړونده چارواکو ته دګامونو اخستلو ویلي دي.
دملي بانک لخوا بانکونو اؤ نورو مالیاتي ادارو ته له اجازې ورکولو وروسته به اوس پاکستان کې میشت افغان کډوال کولی شي چې دنادرا لخوا هغوئ ته په ورکړل شوي مهاجر کارډ بانکونو کې خپل اکاونټونه خلاص کړي.
په پاکستان کې د څلورو لسیزو تیرولو په مهال به دا لمړی ځل وي چې افغان کډوال به دپاکستان دننه دبانکي خدماتو نه ګټه پورته کړي.
دپاکستان دملي بانک ویاند پخپل یو بیان کې ویلي” اوس افغان کډوال په پاکستان کې خپل بانکې اکاونټونه خلاصولی شي اؤ دا وړومبی ځل دی چې دوئ به له بانکي خدماتو ګټه واخلي”
هغه ویلي پاکستان کې چې میشت کډوالو ته دنادرا لخوا دنوم دثبت کوم کارډونه ورکړل شوي هغه به دبانکي اکاونټونو په خلاصولو کې دقامي شناختي کارډ په څېر کار ورکوي اؤ د اکاوننټونو خلاصولو پرمهال به ددغو کارډونو پخلی د نادرا څخه کولی شي.
پاکستان کې رجسټرډ افغان کډوالو ته دبانکي اکاونټونو خلاصولو دا اساني په داسې وخت کې ورکړل شوې چې افغانستان د پاکستان سره د ځینو تجارتی ستونزو له امله هند سره د چابهار بندر په لاره تجارت پېل کړی دی.
په پاکستان کې داویایم د لسیزې راهسې په میلینونو افغان کډوال میشت دي اؤ دلته خپل درانه کاروبارونه هم لري خو تر اوسه دوئ نه پاکستان کې پخپل نوم جائیدادونه اخستی شول اؤ نه یې هم بانکې اکاونټونه خلاصولی شول.