لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وزيرستان او کرمه کې واورو لارې بندې کړي او بلوچستان کې سلابي بارانونو لارې وړلي دي


په قبايلي ضلعو وزيرستان او کرمه کې د پرون د جمعې د ورځې راهسې واورې ورېدو ځايي خلک د سختو ستونزو سره مخامخ کړي او د افغانستان سره د خرلاچي او انګور اډې لارې هم د واورو له امله بندې پرتې دي.

بل لور ته د بلوچستان صوبې په زیارت په سيمه کې د چارواکو په وېنا څلور فټه واوره شوې په قلعه عبدالله او نورو سيمو کې باراني سېلابونه راغلي او لارې يې وړي دي.

د ډیوه خبريال عدنان بېټنی وايي د شمالي او جنوبي وزيرستان خلکو ورته ویلي د بجلۍ نظام خراب شوی، خلک په کورونو کې بند پاتې دي او لارې د واورو ډکې دي.

د واڼا څخه ځايي خبريال نورعلي وزير وي او ای ډیوه ته ويلي په واڼا بازار کې لسيزې وروسته واورې شوي دي.

هغه وويل د واورو او بارانونو له امله د تاوانونو اوختو اندېښنې څرګندې شوي خو په سمدستي ډول لا کره مالومات نه دي ترلاسه شوي.

بل لور ته د کرمې نه عاجز منګل وي او ای ډيوه ته ويلي د واورو له امله خلک د اوبو، بجلۍ او خوراک څښاک د ستونزو سره مخ شوي او وايي غټه مسله په علاقه د لېونو سپو سېوا کېدل، رامخې ته شوي دي.

هغه وويل که څوک لېونی سپي چيچي نو د هغې دپاره بيا په روغتونونو کې دوايانې نشته.

د دې ترڅنګ په کرمه کې د خرلاچي او په جنوبي وزيرستان کې د انګور اډې لاره چې د افغانستان سره پرې تګ راتګ کيږي هغه هم د واورو له امله بندې پرتې دي.

د ټانک مرستيال کمشنر شاه رخ خان وايي د ټانک شمال لويديځ وړسپون يونين کونسل کې باراني سېلاب راغلی فصلونه يې اغېزمن کړي او امدادي ټيمونه سيمې ته ورغلي او د اوبو بل لور ته اړولو هڅه کوي.

په قبايلي او نيمو قبايلو ضلعو کې د قدرتي افتونو په وخت د انظام ادارې ویلي هرې ضلعې ته يې يو نيم کروړ روپۍ ورکړي چې د تاوان په وخت پرې د خلکو سره مرستې وکړي.

په بلوچستان واورې او باراني سېلاب

د سیمې څخه د ډیوه خبريال حفيظ الله شېرانی وايي په ژوب، شېراني، قلعه عبدالله، خانوزۍ، نصيراباد او مکران علاقو کې د بارانونو لړۍ روانه ده او په زیارت کې څلور فټه واوره شوې ده.

هغه وويل په قلعه عبدالله کې د تېرو ۱۵ ساعتونو راهسې بارانونه روان دي، او مرستيال کمشنر جهانزېب شېخ وايي د اوختي زيان مالومات رايوځای کوي؟

ځايي خلکو ويلي د زیارت او کوټې لاره واورې بنده کړې خلک د ستونزو سره مخ دي وايي ګېس نشته.

عزيزالله کاکړ وي او ای ډیوه ته ويلي د پرون راهسې په زيارت کې ګېس بند دی او هلته څلور فټه واوره ورېدلې ده.

په قلعه او نوشکي کې باراني سېلابونو لارې وړي، په نصيراباد او مکران ډويژنو کې هم د کورنو د ديوالونو نړېدو خبرونه مخې ته راغلي او لارې يې يې وړلي دي.

مدني فعال ظاهر پشتون وايي د پشين نيوسرانان افغان کډوالو کېمپ چې زرګونوکډوال پکې مېشت دي د بارانونو له امله د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي د کورونو ديوالونه نړېدلي اوبه کورونو ته اوړېدلي لاړې خټه شوي او اوبه پکې ډنډ شوي دي.

د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزارت د اړونده محکمو چارواکو ته د خلکو د مرستو دپاره لارښوونه کړې ده.

د موسمياتو د محکمې ترمخه په سیمه کې د سبا پورې په غرييزو علاقو کې د واورې او مېدانونو کې د بارانونو امکان دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG