د پاکستان پوځ ويلي، په لاين اف کنټرول (اېل او سي) باندې د هندي ځواکونو په ډزو کې د پاکستان دوه پوځي سرتيري او ورسره دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې هندي ځواک د ټټه پاني، جندروت او نکيال سېکټر کې د عامو خلکو ابادي په نخښه کړې ده.
د پوځي بيان ترمخه د هندي ځواکونو د ډزو په ځواب کې د پاکستان پوځ د هند پوستې په هدف کړي دي.
ويل شوي د هند پوځ ته زیان اړول شوی دی.
د پاکستان پوځ ويلي هوايي او سمندري ځواک يې چوکس دی.
بل لور ته هندي رسنيو ادعا کړې د جمعې په شپه په پونچ سېکټر کې د پاکستاني ځواکونو په بمبارۍ کې يوه ښځه او د هغې د نهه مياشتو ماشومه وژل شوي دي.
ويل شوي په ډزو کې يو تن ژوبل شوی هم دی.
په تېرو څو ورځو کې هند د پاکستان په بالاکوټ کې د جېش محمد په مرکز برید، او له دغې يوه ورځ وروسته پاکستان د هند د دوه جنګي الوتکو نسکورولو او يو پايلټ نيولو ويلي ؤ.
پاکستان پرون د هند نيولی پايلټ خوشی کړی او وزيراعظم عمران خان يې ويلي د خېرخواهۍ په اساس يې دغه کار کړی دی.
د هند او پاکستان ترمنځ تازه تاؤ تریخوالي د پلوامه د پېښې وروسته رامنځته شوی دی.
په ۱۴م فرورۍ د هندي کشمير په پلوامه کې په هندي ځواک بريد کې د ۴۰ نه زيات سرتيري وژل شوي او زمه واري يې جېش محمد ډلې منلې وه.
هند د بريد د ملاتړ زمه وار د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره ګرځولې خو پاکستان دا تورونه رد کړي وو.