لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي امریکې سره په اوربند خبرې نه کوو


افغان طالبانو ويلي امریکې سره د افغانستان د سولې په اړوند د روانو خبرو په ايجنډا کې د اوربند خبره شامل نه ده.

وايس اف امریکا سره په مرکه کې د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين ويلي په اوسنيو خبرو کې د افغانستان دننه د فرېقېنو ترمنځ په خبرو هم بحث نه کيږي.

د وي او ای د خبريال ایازګل د رپورټ ترمخه د طالبانو وياند ویلي دا وخت په خبرو کې لمړيتوب د خبرو په پايله کې د بهرنيو ځواکونو وتلو ته ورکولی شي او د هغې وروسته به افغانان خپلمنځي خبرې کوي.

هغه ويلي چې د افغانستان نه د امریکې قبضه لرې شي بيا به مخورو افغانانو او پوهانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړوند مشوره کولی شي.

طالب وياند ويلي د امریکې سره خبرې روانې دي بشپړ شوي نه دي خو تر هغې به روانې وي چې څو پورې کومې نتيجې ته نه وي رسېدلي.

په قطر کې د امريکا سره په خبرو کې د دوه ورځنۍ دمې په اړوند سهېل شاهين ویلي د مشورې دپاره دمه شوې او هغه د خالي په ورځ بيا د خبرو پېل کېدو ویلي دي.

هغه ويلي د نهې، سه شنبې او شورو، چارشنبې په ورځ زياتې خبرې د افغانستان څخه د امریکايي او بهرنيو ځواکونو په وتلو شوې وې.

طالب وياند زياته کړې دا وخت طالبان د امریکې سره په خبرو کې جدي (سنجيده) دي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره امریکايي استازی زلمی خليلزاد او طالبان وايي د سولې په خبرو کې مثبت پرمختګ روان دی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG