لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عظمی سواتۍ:چې کله مې ارمانونه پوره شي بیا به واده کووم


دپښتو پېغله اؤ ښائسته سندرغاړې عظمی سواتۍ وایي ډیر خلک غواړي چې هغې سره واده وکړي خو هاغه لا واده ته تیاره نه ده.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې هغې ویلي“زما په زړه ډیر ارمانونه دي ، اول به دا پوره کوم ، واده سنت دی چې کله مې ارمانونه پوره شي اؤ نصیب شوی ؤ نو بیا به واده هم کووم خو دخپل پلار اؤ د خپلې مور په خوښه “

عظمی سواتي دسوات سیمې سره تعلق لرونکې دپښتو یوه نوې اؤ ښکلې سندرغاړې ده چې دسندرو فن ته د راوتلو یې ډیره لږه موده شوې خو په دغه لږه موده کې یې د ډیرو خلکو پام ځانته راګرځولی.

دهغې په مشهورؤلو کې سوشل میډیا هم مهم رول لوبولی ځکه چې کله هغه په فیس بک خپلو مینه والو سره نیغ په نیغه په لیکه شي نو په زرګونو کسان دسترګو په رب کې دهغې ویډیوز خوښوي، شئیر کوي اؤ خپل نظرونه پرې څرګندوي.

عظمی سواتي ۱۸ کاله عمر لري اؤ تر لسم ټولګي یې زده کړې کړي دي.

هغې خپلې سترګې د سوات دهنرمندانو په سیمه بڼ کې په یوه هنرمنده کورنۍ کې غړولي دي.

د بڼ اکثره کورنۍ د رقص یا نڅاه د هنر سره تعلق لري خو عظمی سواتي وایي چې هغې خپل ځان د ګډا یا نڅاه دفن نه لرې ساتلی اؤ یوازې سندرې وایي.

عظمی چې پخپل کور د خپل پلار جاوید اقبال نه د سندرو تربیت اخلي وایي درې روڼه اؤ څلور خویندې نورې هم لري خو له هغې پرته یې په روڼو خویندو کې یو تن هم دفن نړۍ ته نه دی وتلی.

د عظمی پلار پخپله د هارمونیم یو تکړه استاد دی خو عظمی وایي چې په راتلونکي کې غواړي دخپل پلار ترڅنګ د یوې فني اکیډمۍ څخه هم باقاعده فني زده کړې ترلاسه کړي اؤ ځان د یوې تکړه اؤ پروفیشنل سندرغاړې په توګه په خلکو وپیژني.

“خو د فني زده کړو سره سره غواړم چې خپل تعلیم هم جاري وساتم ځکه چې دفن سره،سره په هره څانګه کې دتعلیم د اهمیت نه انکار ممکن نه دی “

عظمی ته دخپلې زیاتې ښکلا له امله په پښتو فلمونو اؤ ډرامو کې د کار کولو وړاندیزونه هم شوي خو هغه وایي چې پخپله هم فلم اؤ‌ ډرامه کې کار نه کول غواړي اؤ پلار یې سخت خویه دی هغه هم اجازه نه ورکوي چې فلمونو یا ډرامو کې کار وکړي.

هغه وایي په لږه موده کې خپلو مینه والو ډیره مینه ورکړې ده اؤ غواړي چې په راتلونکي کې د ښې اؤ معیاري شاعرۍ دلارې دخپلو سنجیده مینه والو دائره نوره هم پراخه کړي.

هغه وایي پخپل قام اؤ اولس ډیره مئینه ده ، د سوات د پوځي عملیاتو تراخه وختونه اؤ خاطرې یې اوس هم سترګو کې لکه د ازغي غړیږي ځکه نو غواړي چې په راتلونکي کې دقام، وطن اؤ امن دپاره سندرې ووایي.

خپل پلار ته مې ویلي چې” دا خو زمونږ عمر دی ، نورې سندرې به کیږي خو د پښتنو اؤ امن دپاره هم دسندرو ویل ضروري دي “

عظمی وایي ډیر خلک غواړي چې هغې سره واده وکړي خو هاغه لا واده ته تیاره نه ده

“زما په زړه ډیر ارمانونه دي ، اول به دا پوره کوم ، واده سنت دی چې کله مې ارمانونه پوره شي اؤ نصیب شوی ؤ نو بیا به واده هم کووم خو دخپل پلار اؤ د خپلې مور په خوښه “

هغې نه چې مو وپوښتل څه ارمانونه لري ؟ وئ ویل د ټولو نه لویې ارمان خو مې دادی چې دسندرو په فن کې یو لویې مقام پیدا کړم،اؤ چې کله لویې مقام پیدا کړم بیا غواړم چې دخپلو پښتنو دپاره څه دخیر ښیګړې کارونه وکړم

عظمی وایي د هارون باچا اؤ نازیه اقبال اوازونه یې ډیر خوښیږي اؤ دهغوي دفن نه زده کړې هم کوي خو غواړي چې هغه په فن کې د چا دنقل پځایې یوه خپله لاره تعقیب کړي اؤ په راتلونکي پخپل ځانګړي انداز پیژندګلو ولري.

XS
SM
MD
LG