لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهندي اؤ پاکستاني پوځیانو ترمینځ نښتو کې شدت،اووه تنه نور وژل شوي


دلانجمن کشمیر په ویشونکې کرښه یا لائن اف کنټرول دپاکستان اؤ هندي ځواکونو ترمینځ نښتو کې شدت پیدا شوی اؤ دتیرې ورځې په نښته کې اووه کسان نور وژل شوي دي.

دواړو رقیبو ګاونډیو هیوادونو په یو بل دعامې ابادۍ په بمونو اؤ مارټر ګولیو د ویشتلو تورونه لګولي دي.

دهند اؤ پاکستان ترمینځ په لائن اف کنټرول دغه نښتې وروسته له هغې پیل شوي چې تیره اوونۍ هندي چارواکو پاکستان کې دننه دهوایي برید اؤ پاکستان د دوؤ هندي الوتکو د راغورځولو دعوې وکړې.

دهندي کشمیر دسرښار جمو چارواکو ویلي دي چې تیره ورځ دپاکستاني پوځ په ډزو دپونچهـ ضلعې په سلوتري نومې کلي کې ۲۴کلنه میرمن روبینه کوثر،دهغې پینځه کلن زوئ فیضاناؤ د نهو میاشتو لور شبنم وژل شوي اؤ د روبینې خاوند محمد یونس ژوبل شوی دی.

چارواکو تور لګولی چې تر دې وړاندې په پونچهـ سیمه کې هم دپاکستاني پوځیانو په ډزو د نسیم اختر په نوم یوه میرمنه سخته ژوبل شوې وه چې حالت یې مرګونی ښودل کیږي.

همدغه راز چارواکو ولي چې دپونچهـ په بالاکوټ اؤ کرشناګهاټي سیمو کې هم پاکستاني ځواکونو دهندي پوځیانو پوستې په نخښنه کړي دي خو دا یې نه دي ویلي چې په دغو ډزو کې هندي پوځ ته کومه مرګ ژوبله اوښتې ده که نه؟

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې هم پخپل یو بیان کې ویلي چې هندي عسکرو دپاکستان د ولکې لاندې کشمیر کې په ګڼو سیمو بریدونه کړي چې پکې دوه عام وګړي اؤ دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

دتیرې میاشتې په ۱۴مه نېټه دهند په پلوامه سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې ۴۹ هندي عسکر وژل شوي ؤؤ چې ددغه برید پړه هندي چارواکو دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي اداره ایي ایس ایي اچولې ده خو پاکستان وایي چې په دې برید کې هیڅ لاس نه لري.

دپلوامه دبرید نه وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې په چټکتیا سره دخرابیدو په لوري روانې دي اؤ نړیوالې ټولنې په دواړو هیوادونو غږ کړی چې دتاؤ تریخوالي نه په لاس اخستلو دصبر اؤ زغم مظاهره وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG