لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امن د نوبل جايزې حقدار نه يم، عمران خان


د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، "د امن د نوبل انعام حقدار نه يم" د نوبېل جايزې حقدار هغه څوک دی چې د کشمير شخړه هواره کړي.

په پاکستان کې په سوشل میډيا هغه وخت د عمران خان دپاره د نوبل جايزې غوښتنه پېل شوې چې هغه د هند د نيولي پايلټ د خوشي کولو اعلان کړی ؤ.

نه يواځې په ټولنيزو رسنیو عمران خان ته د نوبل جايزې ورکولو دپاره ويل کېده بلکې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري هم د قامي اسمبلۍ په سيکرټريټ کې يو قرارداد جمع کړی ؤ.

فواد چودري ويلي عمران خان د پاکستان او هند ترمنځ په کړکېچ کمولو کې رول ترسره کړی ځکه هغه ته د سولې نوبېل جايزه ورکړی شي.

عمران خان نن د ګل/دوشنبې په ورځ په ټويټر ويلي،

"زه د امن د نوبل انعام حقدار نه يم. د نوبل جايزې حقدار به هغه څوک وي چې د کشمير د اولس د خواهشاتو په رڼا کې د کشمير شخړه هواره کړي او په برصغير کې د سولې او انساني پرمختګ لاره هواره کړي".

تېره اوونۍ پاکستان ادعا کړې د هند دوه جنګي الوتکې يې نسکورې کړي او يو هندي پايلټ يې نيولی دی.

وزيراعظم عمران خان د پايلټ د نيولو په دوېمه ورځ د پارلیمان شريکې غونډې ته په وېنا کې د هغه د خوشي کولو اعلان کړی ؤ.

د سولې لپاره د نوبل جايزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ د پاکستان او هندوستان په مشرانو غږ کړی ؤ چې د خبرو اترو د لارې دې تاو تریخوالی ختم کړي.

هغې په ټويټر ويلي ؤ،

"زه د پاکستان وزبراعظم عمران خان او د هندوستان وزیراعظم نرېندرا مودي ته وایم چې په دې مشکل وخت کې د ریښتونو مشرانو په توګه کینئ، لاسونه سره ورکړئ، او د اوږدې مودې راهسې روانې د کشمیرد لانجې حل د خبرو اترو د لارې را اوباسئ".

ملاله يوسفزۍ په کال ۲۰۱۴م کې د نوبل جايزه ګټلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG