لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نریندر مودي پاکستان کې دنورو کارروائیو اشاره کړې ده


دهندوستان وزیراعظم نریندر مودي د دوشنبې په ورځ‌ یو ځل بیا اشاره ورکړې ده چې تیره اوونۍ پاکستان کې دهند لخوا شوی هوایي برید دهاغو ترهګرو په ضد وروستی ګام نه ؤ چې مرکز یې ګاوندي هیواد دی.

احمداباد کې یوې انتخابي جلسې ته خپله وینا کې نریندر مودي ویلي” ترهګر به په نخښه کوؤ که هغوئ د زمکې په تل کې هم ولې پټ نه شي”

دهندي ورځپاڼو ټائمز اف انډیا اؤ اکنامک ټائمز له مخې د هند وزیراعظم خپله وینا کې ویلي “هرکله چې یو کار سرته رسیږي نو دهغه حکومت به اوده کیږی نه بلکې دیو بل ګام اخستلو دپاره به تیارۍ کوي”

ښاغلي مودي وویل” کله که هم دسترې اؤ ترخې پرېکړې موقعه وه نو مونږ به ترې نه شاته کیږو”

دهغه وینا وه چې زمونږ اصول دادي چې ترهګرو باید دهغوئ د کورونو دننه وویشتل شي.

هندي چارواکو تیره اوونۍ دعوه کړې وه چې دپاکستان دخیبر پښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې یې دجیش محمد به نوم دتندروه ډلې په مرکز هوایي برید کړی چې پکې په ګڼ شمیر ترهګر وژل شوي خو دپاکستان پوځ دا دعوه رد کړې اؤ ویلي یې دي دهند برید کې هیڅ مرګ ژوبله نه ده شوې.

وزیراعظم مودي ویل بالاکوټ کې دترهګرو په ځاله د هند هوایي برید د پلوامه د ځانمرګي برید ځواب ؤ اؤ دا باید هند کې د ټاکنو سره ونه تړل شي.

تیره میاشت په ۱۴مه فرورۍ دهند پلوامه سیمه کې یو ځانمرګي برید کې۴۹ هندي سرتیري وژل شوي وؤ چې ددغه برید پړه جیش محمد ډلې پغاړه اخستې وه خو هند یې تور دپاکستان په پوځ لګولی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG