لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سمندري ځواکونه وایي دهند دابدوز پاکستانی اوبو ته دننوتلو هڅه یې شنډه کړې ده


دپاکستان سمندري ځواکونو دعوه کړې ده چې دهند دجنګي سمندري جهاز یا ابدوز دپاکستان اوبو ته دننوتلو مخه یې نیولې ده خو دامن پځائ ساتلو له خاطره یې دغه جهاز نه دی ویشتلی.

دا دعوه دپاکستان دسمندري ځواکونو ویاند د سه شنبې په ورځ پخپل یو بیان کې وروسته له هغې کړې چې تیره اوونۍ هندي چارواکو دپاکستان بالاکوټ سیمه کې دهوایي برید اؤ پاکستان د دوؤ هندي الوتکو د رانسکورولو دعوه وکړه.

ویاند ویلي دپاکستان سمندري ځواکونه دخپلو مسلکي مهارتونو سره سم هره ګړۍ دخپل هیواد دفاع ته چمتو ولاړ دي اؤ ډیر په بریالیتوب سره یې دپاکستان سمندري حدونو ته دهند سمندري جنګي جهاز دننوتلو مخه نیولې ده.

خو هند لا تر دې مهاله دپاکستان ددغه دعوې په هکله خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.

تیره ورځ په احمداباد کې یوې جلسې ته په وینا کې دهند وزیراعظم نریندر مودي اشاره کړې وه چې تیره اوونۍ پاکستان کې دهند لخوا شوی هوایي برید دهاغو ترهګرو په ضد وروستی ګام نه دی چې مرکز یې ګاوندي هیواد دی.

هندي وزیراعظم خپله وینا کې ویلي وؤ “هرکله چې یو کار سرته رسیږي نو دهغه حکومت به اوده کیږی نه بلکې دیو بل ګام اخستلو دپاره به تیارۍ کوي”

د پاکستان دسمندري ځواکونو دبیان له مخې دنومبر ۲۰۱۶م څخه راپدیخوا دا دویم ځل دی چې پاکستان په سمندري اوبو کې دهند جنګي جهازونه معلوم کړی دي.

هغه ویلي دپاکستان سمندري ځواک دهند دسمندري ځواکونو لخوا د خپل جنګي سمندري جهاز د موجودیټ پټولو هره هڅه ناکام کړی اؤ دخپلې عصري ټیکنالوجۍ په وسیله یې ددغه جهاز موجوویت معلوم کړی چې دا د هندي سمندري ځواکونو ماتې ښایي.

دسمندري ځواکونو ویاند پخپل بیان کې ویلي چې پاکستان دخپلو سمندري حدونو دفاع ته هره ګړۍ چمتو ولاړ دی اؤ هر تیري ته د غاښ ماتونکي ځواب ویلو کوټلی توان لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG