لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د سمندري ځواک مشر: پر هند په بېلابېلو بڼو د بریدونو لپاره نور ترهګر هم روزل کېږي


واشنګټن ــــ د پاکستان او هند تر منځ روانې وروستۍ شخړې په ترڅ کې د هند د سمندري ځواکونو مشر سونېل لنبا اندېښنه څرګنده کړې، چې وایي هېواد یې له ریاستي ترهګرۍ سره مخ دی. ښاغلي لنبا د سه شنبې- نهې په ورځ د کوم هېواد د نوم له اخیستلو پرته وویل:

"د نورو ترهګرو د روزل کېدو رپوټونه هم لرو چې په هند کې د سمندري حملې تر څنګ په بېلابېلو بڼو بریدونه وکړي".

د کشمیر په پلوامه سیمه کې د فبرورۍ د 14مې نېټې برید ته په اشارې سره- چې 40 هندي پوځیان پکې و وژل شول- د هندي سمندري ځواک مشر وویل، د ترهګرۍ یو نوی خطر مخ په زیاتېدو دی، چې وایي هندي امنیتي ځواکونه یې پرله پسې د مخنیوي لپاره کار کوي:

"موږ وینو چې ترهګرې ډلې په څومره تېزۍ سره په نړۍ کې پسې پراخېږي او کېدای شي د ترهګرۍ دغه ځانګړی "ډول" په نیژدې وخت کې یو نړیوال سرخوږی جوړ شي".

د هند د سمندري ځواکونو مشر دا خبرې په داسې وخت کې کړې، چې د پاکستان د سمندري ځواکونو ویاند د سه شنبې- نهې په ورځ رسنیو ته وویل، د دوشنبې- ګل په منځنۍ شپه یې د پاکستان سمندري حدودو ته د هندي آبدوز (اوبتل) د ننوتلو مخه ونیوله.

د هند د سمندري ځواکونو مشر دا خبرې د هند-پېسیفیک سیمه ییزې غونډې ته کړې، چې د سمندري ځواک او د هند د ملي سمندري فاونډېشن له خوا جوړه شوې وه.

ښاغلي سونېل لنبا وویل، دا ډېره ضروري وه چې نړیواله ټولنه د هر ډول ترهګرۍ د مخنیوي او ختمولو لپاره همږغې شوه.

بل لور ته هندي چارواکو په داسې حال کې چې پر پاکستان د ترهګرو ډلو د پناه ځایونو د ختمولو لپاره ټینګار کوي، خبرداری یې ورکړی چې که چېرې پر هند یا د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې بله د ترهګرۍ حمله کېږي نو هند یې په بدل کې "ټولې خوښې" کارولای شي.

هندي سرچینې وایي، د هند حکومت له امریکې سره په دې اړه ثبوتونه شریک کړي چې پاکستان د فبرورۍ په 27مه د هندي الوتکو د را غورځولو لپاره ایف-16 جنګي الوتکه کارولې وه، چې هندي فضایي ځواکونو خپلې فضا ته د ننوتلو له کبله را غورځولې وه، خو د پاکستان پوځ دا دعوې ردوي او وایي چې ایف-16 الوتکې یې نه دي کارولې.

دي هندو ورځپاڼه لیکه چې که ملګري ملتونو د جیش محمد ډلې پر مشر مسعود اظهر باندې بندیزونه ولګوي، نو دا به پاکستان له ډېرو ستونځو سره مخ کړي، ځکه چې وایي د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قرېشي له سي این این سره په مرکه کې دا منلې چې هغه په پاکستان کې دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG