لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

هند: هوايي ځواک به په فرانسوۍ رافېل جنګي جېټ الوتکو سمبال کړو

واشنګټن: د رویټرز خبري رسنۍ د یو راپور له مخې، د هندوستان د هوايي ځواک مشر بېس دانوا د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې ددغه هېواد هوايي ځواک به په سپټمبر کې په فرانسوۍ جنګي جېټ الوتکو باندې سمبال شي.

د هند او پاکستان ترمنځ په تازه جګړه کې د نیول شوی هندي پایلټ ابي نندن ورتمن له خوشې کېدو او بېرته خپل هېواد ته تر ستنېدو وروسته، دا لومړنۍ څرګندونې دي چې د هندي پوځي چارواکو لخوا کېږي.

د راپور له مخې، هند دا جنګي جېټ الوتکې ددې لپاره ترلاسه کوي تر څو خپلې دفاعي او یرغلیزې وړتیاوې زیاتې کړي.

راپور زیاتوي، هند له پاکستان سره د وروستي اخ او ډب وروسته د ۳۶ رافېل ډوله فرانسوۍ الوتکو د اخېستلو امر کړی.

ولې رافېل ډوله جنګي جېټ الوتکې:

د رافېل ډوله الوتکو له ترلاسه کولو سره به د هندوستان د هوايي ځواک وړتیاوې زیاتې شي، ځکه دا الوتکې دوه انجنه لري او ډول ډول وسلې له ځان سره لېږدولی شي.

له دغو الوتکو څخه نه یواځې هوايي وړتیاوې زیاتېږي بلکه په اټومي ماموریتونو کې هم کارول کېدای شي.

ددغو الوتکو لېدل هم ستونزمن وي او په درې ډوله کې جوړېږي او د خپلو ځانګړو وزرو له امله په هوا کې ډول ډول مانورونه ترسره کولای شي.

رافېل الوتکې د خپلو دوو انجونو پر زور په یو ساعت کې ۱۹۱۲ کیلومټره واټن وهي او په یو ساعت کې تر ۱۳۹۰ کیلومټرو پورې پورته ته الوتلی شي.

See all News Updates of the Day

د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې یوې مېرمنې په یو وخت شپږ ماشومان زیږولي دي

په سوشل میډیا شریک شوی په راولپنډۍ کې په یو ځای د پېدا شویو ماشومانو تصویر
په سوشل میډیا شریک شوی په راولپنډۍ کې په یو ځای د پېدا شویو ماشومانو تصویر

د پاکستان د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې یوې مېرمنې په یو وخت شپږ ماشومان زیږولي اؤ د ډاکټرانو وینا ده چې ددغه مېرمنې اؤ ماشومانو صحت بیخي ښه اؤ ډاډمن دی.

دغه ماشومان اوړمه ورځ د پېنډۍ په ضلعي روغتون کې د هزاره کالونۍ د یو استوګن وحید نومې تن مېرمنې زیږولي دي.

پاکستاني میدیا وایي چې په ماشومانو کې څلور هلکان اؤ دوه جینکۍ دي اؤ ډاکټرانو ددې شپږو واړو ماشومانو اؤ د هغوي د مور صحت ښه بللی دی.

دا شپږ واړه ماشومان په لویې اپریشن زیږول شوي دي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې داسې ګڼ شمیر رپورټونه مخې ته راغلي چې کومې مېرمنې دوه یا درې ماشومان په یو ځای زیږولي وي خو دا وړومبی ځل دی چې یوې مېرمنې پکې شپږ ماشومان زیږولي دي.

د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې داسې میندې شته چې په یو وخت یې تر شپږو هم زیات ماشومان زیږولي اؤ هغوي بیا پاییدلي هم دي.

د ای ایف پي خبري شبکې له مخې په جنورۍ کال 2009م کې د نادیه سلیمان نومې امریکایي یهودي مېرمنې په یو وخت اته ماشومان زیږولي وؤ اؤ دغه اته واړه ماشومان بیا په روغ صحت سره پاییدلي هم وؤ.

خو تر دې وړاندې بیا په نومبر کال 1997م کې د امریکې یوې بلې مېرمنې بوبي میککوفي په یو وخت اووه ماشومان زیږولي وؤ اؤ هغه ټول په روغ صحت سره لویې شوي وؤ چې دا وخت یې عمرونه 26 کالو ته رسېدلي دي.

په هغه وخت کې د امریکې صدر بل کلټنن دغه کورنۍ ځانته رابللې وه اؤ مبارکي یې ورکړې وه اؤ ګڼو این جي او ګانو دغه کورنۍ ته د دوؤ کالو لپاره خوراکي توکي ، د ماشومانو د سمبالښت سامانونه اؤ د استوګنې لپاره یو ستر کور په مبارکۍ کې ورکړی ؤ اؤ هم یې ورته د اییووا په کوم کالج کې د ویړیا زده کړو لپاره سینه ډبولې وه.

د امریکې یو بل صدر جارج بش هم ددغه کورنۍ سره په ځانګړې توګه لیدنه کړې وه اؤ د هر رقم مرستې باور یې ورکړی ؤ.

په پېښور کې د مور اؤ ماشوم متخصص ډاکټر عمران رضا وایس اف امریکه ډیوه ته ویلي کله چې یوه مور درې ماشومان هم په یو ځای زیږوي نو 50 فیصدي امکان دا وي چې په دې کې به یوازې یو ماشوم صحتمند وي اؤ دوه نور به کمزوري وي.

هغه وایي عموماً د غبرګونو ماشومانو د زیږولو په هڅه کې نزدې 50 فیصدي ماشومان په اسقاط حمل کې ضایع شي.

آي ایم ایف د خپل اجراییه بورډ د غونډې په ایجنډه کې د پاکستان اقتصادي ارزؤنه نه ده شامل کړې

د آي ایم ایف د اجراییه بورډ له لوري د پاکستان د اقتصادي ارزونې له منظورۍ وروسته چې کله نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته د 1.1 ارب ډالرو وروستی قسط ورکړي نو دې سره به د پاکستان اؤ آي ایم ایف د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله پور پروګرام سرته ورسیږي
د آي ایم ایف د اجراییه بورډ له لوري د پاکستان د اقتصادي ارزونې له منظورۍ وروسته چې کله نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته د 1.1 ارب ډالرو وروستی قسط ورکړي نو دې سره به د پاکستان اؤ آي ایم ایف د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله پور پروګرام سرته ورسیږي

د نړیوالې مالیاتي ادارې(آي ایم ایف) د اجراییه بورډ تر 29 م اپرېل د غونډې مهال ویش خپور کړل شوی خو ددې غونډې له ایجنډې د پاکستان اقتصادي ارزونه بهر ساتل شوې ده.

تر دې وړاندې پاکستان هېله درلوده چې د آي ایم ایف د اجراییه بورډ غونډه کې به د پاکستان د اقتصادي ارزونې منظوري ورکړل شي اؤ تر هغې وروسته به دغه نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته د پور د پاتې پیسو نه د 1.1 ارب ډالرو وروستی قسط هم ورکړي.

د پاکستان اؤ آي ایم ایف ترمنځ مامورینو په کچه تړون په 20م اپریل ترسره شوی ؤ.

د آي ایم ایف د اجراییه بورډ له لوري د پاکستان د اقتصادي ارزونې له منظورۍ وروسته چې کله نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته د 1.1 ارب ډالرو وروستی قسط ورکړي نو دې سره به د پاکستان اؤ آي ایم ایف د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله پور پروګرام سرته ورسیږي.

تر دې وړاندې د اپریل په وروستیو کې د پاکستان په معامله د آي ایم ایف د اجراییه بورډ د غونډې رابلل کېدو احتمال ښودل شوی ؤ اؤ د پاکستان د خزانې وزارت ویلي وؤ چې پاکستان د پور د پروګرام د وروستي قسط ترلاسه کولو لپاره ټول اهداف ترسره کړي دي اؤ مامورینو په کچه له تړون وروسته به د جایزې مشن پاکستان ته د وروستي قسط د پېسو ورکولو سپارښتنه وکړي.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په 16م اپریل واشنګټن کې خپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام لپاره د اربونو ډالرو د پور په یو نوي تړون خبرې پېل کړې دي.

هغه ویلي وؤ چې آي ایم ایف سره د پور د روان پروګرام د تړون په اساس هیله ده چې پاکستان ته به د 1.1 ارب ډالرو وروستی قسط د روانې میاشتې تر پائ منظور کړل شي اؤ ددې ترڅنګ پاکستان د اربونو ډلرو د اوږدې مودې د پور په یو نوي پروګرام خبرې پېل کړې دي.

نوموړي ویلي وؤ د پور موجوده پروګرام به اپریل کې پائ ته ورسیږي اؤ مئ کې بیا آي ایم اف سره د قرض د یو نوي تړون امید شته.

امریکې د پاکستان مزایل پروګرام ته الات ورکوونکو په څلورو کمپنو بندیزونه ولګول

هم د چین ټېن جین د پاکستان مزایل پروګرام ته د الاتو رسد کړی دی. دې کپمنۍ ځینې داسې الات هم پاکستان ته ورکړي چې په خلايي تحقیق کې استعمالېدلی شي او سټېټ ډپارټمنټ وايي اندازه ده چې دغه سامان د پاکستان د مزایل او خلايي‌ تحقیق ادارې سپارکو ته هم ورکړی شوی دی
هم د چین ټېن جین د پاکستان مزایل پروګرام ته د الاتو رسد کړی دی. دې کپمنۍ ځینې داسې الات هم پاکستان ته ورکړي چې په خلايي تحقیق کې استعمالېدلی شي او سټېټ ډپارټمنټ وايي اندازه ده چې دغه سامان د پاکستان د مزایل او خلايي‌ تحقیق ادارې سپارکو ته هم ورکړی شوی دی

په پراخه کچه د تباهۍ د وسلو او د وسلو د ویشتلو الاتو د مخنیوي په لړ د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت د جمعې په ورځ په هغو څلورو کمپنو د پابندیو اعلان وکړو چې د پاکستان بېلېسټېک مزایل او د اوږدې فاصلې پورې تلونکو مزایل پروګرام ته یې د الاتو او نور ساز او سامان رسد کولو.

د سټېټ‌ ډپارټمنټ په وېب پاڼه د جمعې په ورځ شایع شوي بیان کې وېل شوي چې بندیزونه په بېلاروس کې په مېنسک ویل ټرېکټر پلانټ، په چین کې مېشته زیان لاج ټېکنالوجي ډوېلېپمنټ، تیان جېن او ګرېنپېکټ کمپني لمېټېډ نومې کمپنو لګول شوي دي.

د سټېټ ډپارټمنټ د بیان ترمخه مېنسک ویل ټرېکټر پلانټ د پاکستان بېلېسټېک مزایل پروګرام ته د ګاډو چېسېسې ورکړي چې د پاکستان نېشنل ډوېلېپمنټ کامپلېکس، اېن ډي سي، د مزایلو په چلولو کې استعمال کړي دي. اېن ډي سي د پاکستان د مزایل ټېکنالوجۍ د ترقۍ اداره ده.

سټېټ ډپارټمنټ وايي‌ په چین کې مېشت زیان لاج ټېکنالوجي ډوېلېپمنټ کمپني لمېټېډ د اوږدې فاصلې پورې تلونکو بېلېسټېک مزایل پروګرام ته د مزایل سره تړلي الات ورکړي دي.

هم د چین ټېن جین د پاکستان مزایل پروګرام ته د الاتو رسد کړی دی. دې کپمنۍ ځینې داسې الات هم پاکستان ته ورکړي چې په خلايي تحقیق کې استعمالېدلی شي او سټېټ ډپارټمنټ وايي اندازه ده چې دغه سامان د پاکستان د مزایل او خلايي‌ تحقیق ادارې سپارکو ته هم ورکړی شوی دی.

ګرېنپېکټ کمپني لمېټېډ د سپارکو سره کار کړی او پاکستانۍ ادارې ته يې د لوی قطر راکټو موټرې د ازمایلو دپاره ورته الات ورکړي دي. د سپارکو نه علاوه ګرېنپېکټ اېن ډي سي ته هم د الاتو سپلايي یا رسد کړی دی.

سټېټ ډپارټمنټ وویل د بندیزونو په نتیجه کې په امریکا او د امریکې د واک اختیار لاندې سیمو کې د دې کمپنو اثاثې او مفادات تړل شوي دي او په اړه به يې سټېټ ډپارټمنټ ته معلومات ورکول کېږي. دې کمپنو سره په تړلو کسانو که هغه په امریکا کې او که د امریکې نه بهر دي هم بندیز لګول شوی دی.

د سټېټ ډپارټمنټ په پابندیو کې دا هم شامل دي چې دې کمپنیانو او کسانو سره د پېسو لېن دېن نشي کېدلی او امریکې ته یې په راتګ هم بندیز لګول شوی دی.

د امریکا اقدام په اړه د پاکستان دریځ په سمدستي توګه مخې ته نه دی راغلی.

امریکايي مامورین پاکستان سره د چین په دفاعي او اقتصادي همکارۍ تشویش لري خو چین او پاکستان دا تشویش ردوي.

چین د پاکستان په یو شمېر اېټمي بجلوګرو جوړولو کې هم مرسته کړې ده او دواړه ملکونه وايي دا همکاري د ملګرو ملتونو د اېټمي توانای ادارې ايي‌ ای ايي ای د تقاضو سره سمون خوري.

د افغان طالبانو یو مهم تن محمد عمرجان اخوندزاده په کوټه ښار کې وژل شوی

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو یو مهم تن او د دوی د کره کتنې د ادارې غړی مولوي محمد عمرجان اخوندزاده د بلوچستان په کوټه ښار کې په ډزو وژل شوی دی خو د وژنې ذمه واري یې لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.

دیني عالم عمرجان اخوندزاده د کوټې ښار شمال لوېدیځ لور ته په «نوي کلي» نومي سيمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی. د طالبانو مهمو مشرانو په تېرو شاوخوا دېرشو کلونو کې په کوټه ښار او شاوخوا سیمو کې ژوند کړی دی.

د نوي کلي پوليس تاڼې مشر يا ايس ايچ او نعمت الله خلجي وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل، "مولوي عمر جان صاحب له خپلې مدرسې د خپل کور لوري ته روان وو چې بېګا د شپې وژل شوی او پر سينه دوې ګولۍ لګېدلی وو".

د مولوي عمر جان د وژنې ذمه واري کوم چا نه ده منلې. تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې د تېر افغان حکومت په مهال د طالبانو مشران وژل شوي خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی یو مهم کس په دې صوبه کې وژل شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د عمرجان وژنه غندلې او دا يې "ستر جرم" بللی دی. مجاهد د جمعې په ورځ پر پخواني ټويټر اوسني ايکس پاڼه د هغه د وژنې ځای نه دی ښوولی خو ليکلي یې دي:

"د هېواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت د کره کتنې ادارې عضو او د کندهار د جهادي مدرسې استاذ شیخ الحدیث محمد عمرجان اخندزاده په شهادت ورسید. د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانېدونکې علمي ضایعه بولي".

د نوي کلي د پوليس د مشر نعمت الله خلجي په خبره د مولوي عمر جان کورنۍ د هغه د نيکه له وختونو دلته په نوي کلي کې اباده ده او دلته د «مليزي جومات» په نامه د خپل مسجد امامت یې کاوه، وايي په ياد جومات کې د هغه نيکه، پلار او اوس دی خپل امام وو.

د نوي کلي يو اوسېدونکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې مولوي عمر جان يې له نیژدې پېژانده او د هغه په امامت کې يې د هغوی په جومات کې لمونځونه ورپسې کړي دي.

د ايس ايچ او په وينا د مولوي عمر جان د وژنې مقدمه يې د هغه د زوی فضل حنان په مدعيت کې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې ده:

"د مولوي صاحب جسد افغانستان ته د هغه پلرنۍ هدیرې ته يووړل شو، هلته يې ماته کلی کور معلوم نه دی چې دوی د کوم ځای دي".

د يادې پېښې په اړه مو په کوټه کې په افغان کونسلګرۍ کې د افغان طالبانو له استازو سره د ټيليفون له لارې حال وکړ خو د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم ځواب ونه ويل شو.

د بلوچستان حکومت ايالتي ترجمان شاهد رند هم د دې پېښې په اړه د وي او اې ډیوه ټیلیفون ته ځواب نه دی ويلی.

دا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې د افغان طالبانو مهم کس وژل کیږي، د 2013م کال په دسمبر کې د طالبانو دوه لوړپوړي مشران ملا نورالله هوتک او ملا عبدالمالک هم په کوټه کې وژل شوي وو.

له هغه وروسته د 2014م کال په جنورۍ کې هم په کوټه ښار کې د افغانستان د علماوو د شورا مشر او د طالبانو ملاتړى عالم شيخ عبدالله ذاکري وسلوالو کسانو په ډزو وژلی وو.

د مولوي عمرجان اخوندزاده د وژنې خبر په داسې وخت کې راځي چې د پاکستان او د افغان طالبانو تر منځ د تحریک طالبان پاکستان او پر ډیورنډ کرښه د شخړو له کبله له تېرو دوو کلونو راهيسې اړیکې ښې نه دي.

په افغانستان کې د تحريک طالبان د وسلوالو د شته والي او بيا له هغه ځايه په پاکستان کې د ناامنۍ په پېښو کې د لاس لرلو تورونه پاکستان لګوي خو افغان طالبان بيا وايي چ تحريک طالبان د پاکستان خپله داخلي مسئله ده او دوی دې دا ستونځه په خپلمنځي مذاکراتو حل کړي.

په بلوچستان کې ګڼو بارانونو او سېلابونو 16 تنه مړه کړي او مالي زیانونه یې اړولي

په بلوچستان کې د ګڼو باﺭانونو له کبله ﺭاغلیو سېلابونو کې په لویه کچه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي او د آفتونو په وخت د انتظام د صوبایي ادارې په وینا په بېلابېلو سیمو کې د مړو شمېر 16 ته ﺭسېدلی دی.

د چمن قلعه عبدالله او پشين ضلعو مرستيال کمشنرانو فوﺭي طوﺭ د جمعې او شنبې- خالي په وﺭځو په ټولو سرکاﺭي او شخصي سکولونو او کالجانو کې ﺭخصتي اعلان کړې ده ځکه چې په يادو ضلعو کې باﺭانونو او سېلابونو ﺯيات شمېر سکولونو ته هم ﺯيان اړولی دی.

د رپوټونو له مخې ﺯيات ځاني او مالي زیانونه د صوبې په سرحدي شاﺭ چمن کې اوښتي دي چې د چاﺭواکو په وينا د پنجشنبې- زیارت په ورځ شوو باﺭانونو په دې سیمه کې اووه تنه مړه کړي او تر 15 ﺯيات یې ټپیان کړي دي.

په صوبه کې کې په بیړنیو حالاتو کې د انتظام صوبایي اداﺭه پي ډي ایم اې وایي، په چمن کې د سختو باﺭانونو او سېلابونو له امله په مړو شوو اوو تنو کې پينځه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

اداره وایي دغه مرګونې پېښې د چمن په شين تالاو او ﺭنګين چوک سيمو کې شوې دي.

د چمن د مرستيال کمیشنر راجه اطهر عباس په خبره يو کرولا ډوله موټر په سېلاب کې ګير شوی او پکې سپاره يو ډﺭيوﺭ، دﺭې ښځې او دوه کوچنان سېلاب وړي دي:

"ټول د يوې کوﺭنۍ وو، يو کس، دده دوه بچیان، کوﺭوالا [مېرمن] او خوﺭکۍ او لوﺭ په موټر کې له کوټې څخه دغې سیمې ته د يوه واده دوستۍ کولو لپاﺭه ﺭا ﺭوان وو، پر ځای موجودو خلکو ډﺭایوﺭاو يوه کوچنۍ ژوندۍ وژغوﺭل خو ښځې او کوچنیان په سېلابي اوبو کې ګیر موټر څخه مړه ﺭاوايستل شول".

د چمن د مرستيال کمیشنر په وينا بله مرګونې پېښه په «ﺭنګين چوک» سيمه کې وشوه چې وایي د يوه کوﺭ د چت ﺭا پرېوتو له امله دوې ښځې مړې شوې دي‌ خو وایي له سره سره زیات شمېر کورونه نور هم نړېدلي خو شمېر يې لا معلوم نه دی.

د چمن د سرکاري ﺭوغتون يوه مشر ډاکټر ضيا خان وې او اې ډيوه ته وويل، تر نن وﺭځې پوﺭې پینځلس ټپيان ﺭوغتون ته د علاج لپاﺭه ﺭاوړل شوي دي چې وایي په هغوی کې د پینځو تنو درملنه اوس هم روانه ده.

له باﺭانونو وﺭوسته راغلیو سېلابونو په چمن ښار کې زياتره سړکونه او د بجلۍ تمبې وړې او په لوی شمېر کې کورونه نړېدلي، د انټرنيټ شبکې هم کار نه کوي، برقي نظام له تېرو دﺭو وﺭځو بند پاته دی چې خلک یې له مشکل سره مخ کړي دي.

د اوﺭګاډي پټلۍ هم له چمن ښاﺭ سره نزدې سېلابي اوبو وړې ده چې له کبله یې د کوټې چمن تر منځ ﺭېلوې تګ راتګ هم درېدلی

په چمن سرحدي ښاﺭ کې د لوی مالي ﺯيانونه په ﺭحمان کهول ﺭوډ سيمه کې شوي دي.

د چمن یو سېلاب متاثره کړی کس امان الله وایي، "له اووه اته څخه تر پینځلس پوﺭې کوﺭونه يواځې په دغه سيمه کې سيلاب وړی دي، يواځې انسانان بچاو شوي دي بل هیڅ شی نه دی بچاو شوی".

امان الله وایي دوه کاله مخکې هم پر دغه سيمه سېلاب ﺭاغلی وو او حکومت یې د سيمې سروې کړې وه خو وایي بيا یې "شی را نه کړ او نه یې مالي امداد ﺭاسره وکړ".

په بلوچستان کې له دوولسم اپريل څخه اووه تنه د تندر يا اسماني بجلۍ او دوه د چتونو د نړېدو له کبله مړه شوي وو، د چمن له نونۍ مړو سره دا شمېر شپاړس ته رسېدلی دی.

د چاراکو په وينا په تېرو څلورو ورځو کې دوه په سوﺭاب، دوه په ډېره بګټي، يو په پښين، يو د قلعه سيف الله په نسۍ، يو په چمن، یو په لوﺭالایي او په تربت کې دوه تنه د چتونو لوېدو له کبله مړه شوي دي.

د مغربي باراني هواوو نوې دويمه لړۍ له شپاړسم اپريل څخه د سمندر له لارې را داخله شوې چې بلوڅ مېشتې سيمې ګوادر، پسني او نوشکي يې زياتې اغېزمنې کړې دي.

د پسني ساحلي ښاﺭ يوه ځايي اوسيدونکې خدا بخش سعيد وي او اې ډيوه ته وويل، کوﺭونه یې له تېرو څلوﺭو وﺭځو ﺭاهیسې له اوبو ډک دي او اوس یې د کورونو کوټو ته هم اوبه ور ننوتې دي:

"دلته ﺯموږ د پوښتنې څوک نه شته، موږ بې ياﺭ و مددګاﺭ پرېښوول شوي يو، تر ټولو لویه ﺯمه داﺭي د پي ډي ايم اې ده خو هغه ﺯموږ د امداد لپاﺭه نه ده ﺭاغلې او نه یې دﺭنه مشينري ﺭالېږلې ده چې سېلابي اوبه ﺯموږ له کوﺭونو وباسي".

د پي ډي ايم اې چارواکي بيا وایي، يادو اغېزمنو سيمو ته يې مرستندوی ټيمونه رسېدلي او د مرستو چارې دوام لري چې اول خلک خوندي ځايونه ته رسوي بيا به د خلکو لومړي ضرورتونه لکه خوراک څښاک برابروي.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG