لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپنچاب وزیر دهندوانو په ضد په سپکه وینا دخپل منصب نه ګوښه کړل شوی


دپاکستان دپنجاب صوبې داطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان د هندوانو په ضد دکرکې د ډک بیان پسر دخپل منصب څخه ګوښه کړل شوی اؤ وزیراعلی ترې اخستې استعفا منظور کړې ده.

ښاغلي چوهان د هند اؤ پاکستان ترمینځ دپیدا شوي وروستي تاؤ تریخوالي په اړ کې یوې غونډې ته د وینا په مهال په هندوانو پسې سختې سپکې سپورې ویلې وې چې په ټولنیزو رسنیو پاکستان کې میشتې هندو ورورولۍ، دبشري حقونو تنظیمونو اؤ سیاسي ډلو دصوبایي وزیر ددغه وینا کلکه غندنه کوله.

د واکمن ګوند تحریک انصاف مشرانو هم د پنجاب د صوبایي وزیر وینا نامناسبه ګڼلې وه اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان کې میشت هنودان د قدر وړ دي.

فیاض الحسن چوهان د نهې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې هغه پخپله وینا کې پاکستان کې میشت هندوان نه دي سپک کړي بلکې مقصد یې د هند وزیراعظم ،پوځ اؤ استخباراتي ایجنسۍ را یادول وؤ.

ښاغلی فیاض چوهان چې تر اوږدې مودې دپاکستان دیوې مذهبي ډلې جومات اسلامي مربوط پاتې شوی په تیرو ټولټاکنو کې دتحریک انصاف ګوند په ټکټ دصوبایي اسمبلۍ غړی غوره شوی ؤ اؤ د وزارت ترلاسه کیدلو وروسته یې څو کرته په نورو ستغو اؤ سپکو ویناګانو هم جنجالونه راپورته شوي وؤ.

دپنجاب صوبې د وزیراعلی ویاند شهباز ګل پخپل یو ویډیو بیان کې ویلي چې وزیراعلي د صوبایي وزیر په دې بیان سخت ناخوښه ؤ اؤ تیره ورځ‌ یې دهغه نه استعفا اخستې اؤ هغه یې منظور کړې ده.

باید وویل شي چې دپنجاب داطلاعاتو وزیر دهندوانو په ضد دکرکې دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی ؤ چې امریکې پاکستان د مذهبي ازادیو څخه د سرغړونې په اړوند د ځانګړې اندېښنې نوملړ ته اچولی دی.

په سوشل ميډيا د سختو نيوکو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومتي وزیرانو هم د چوهان د وېنا پرضد خپل غبرګون څرګند کړی دی.

د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري ويلي، "دا د غندنې وړ ده او څوک هم دا حق نه لري چې د بل په مذهب حمله وکړي. زمونږ هندي وګړو د دې ملک دپاره قربانۍ ورکړي دي".

پاکستان کې وخت په وخت د لږکيو زورولو او د هغوي پرضد د کرکې د بيانونو خبرونه مخې ته راځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG