لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:په رغنیز شرکت ډله ییز برید کې۱۶ کارمندان اؤ پینځه ځانمرګي وژل شوي


دافغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کې په یو رغنیز شرکت د وسله والو ډله ییز برید کې ددغه شرکت ۱۶ کارکوونکي اؤ پینځه برید ګر وژل شوي اؤ نهه تنه نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله لودین وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي دغه برید دچهارشنبې په سحر د بهسودو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د “ایم کیو”په نامه په یو رغنیز شرکت شوی دی.

د والي ویاند ویلي پینځه تنه ځانمرګي د ایم کیو په دفتر دسحر په توره خړه کې ورختلي وؤ دوؤ ځانمرګیو خپل ځانونه دبرید په پیل کې والوځول اؤ درې نور دسختې مقابلې په نتیجه کې ووژل شول.

هغه منلې چې په دغه برید کې د یاد شرکت ۱۶تنه کارمندان وژل شوي اؤ نهه نور ژوبل شوي چې په ژوبلو کې هم دیو تن حالت نازک ښودل کیږي.

ویل کیږي په کوم شرکت چې دا برید شوی هغې په جلال اباد ښار کې هوایي ډګر ته څېرمه بهرنیو ځواکونو ته ودانۍ جوړولې.

تر دې مهاله ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې افغانستان کې په دولتي اؤ غیر دولتي ودانیو دغسې بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې ده.

ننګرهار کې په رغنیز شرکت دا ځانمرګي برید په داسې حال کې شوی چې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ قطر کې دتیرې اوونۍ راهسې دسولې خبرې روانې دي اؤ دواړو خواؤ هیله ښودلې ده چې ددغو خبرو په پایې کې به دسولې یو تړون ته ورسیږي.

طالبان تر دې وخته افغان دولت سره له خبرو انکار کوي اؤ دریځ یې خپل کړی چې تر هغې به اوربند نه کوي ترڅو چې یې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو ضمانت نه وي ترلاسه کړی.

ددې په بدل کې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې که امریکا افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي نو دطالبانو نه به داضمانت اخلي چې دافغانستان خاوره به ترهګرو ته د نورو هیوادونو په ضد د کارول کیدو دپاره نه ورکوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG