د مختاره مایي پر مخ وروسته له هاغې د اوښکو ویالې را وبهېدې کله چې د پاکستان سترې محکمې د هغې کېس ته یوه بله نېټه ورکړه.
هغې وویل:
"زه د تېرو ۱۷ کالو راهیسې ځورېدلې یم خو زه به بیا هم راځم. زه اوس په شا تګ نشم کولای په داسې حال کې چې پایلې یې نږدې شوي دي."
مختاره مایي د پنجاب یوه کلیواله نالوستې مېرمنه ده او د هغو سړیانو پرضد په محکمه کې خپل کېس چلوي چاچې پرې د کلي د شورا په امر په ۲۰۰۲ کال کې ډلیز جنسي تېری کړی و.
هغې ته ددې له امله سزا ورکړل شوې تر څو د هغې ورور ترې د کلیوالو په وینا سبق واخلي ځکه کلیوالې شورا د هغې ورور د یوې بلې سیالې قبیلې له ښځې سره په غیر قانوني اړیکو لرلو تورن کړی و.
ددغه ډلیز جنسي تېري په پېښه کې له ۱۴ مشکوکو کسانو څخه شپږو تنو ته د واړه عدالت لخوا د مرګ سزا اورولې وه او پاتې نور خوشې کړای شوي وو.
په ۲۰۰۵ کال کې پنځه تنه خوشې کړای شوي وو او شپږو نورو ته د عمر قید سزا ورکړل شوې وه.
مختاره مایي د پاکستان په سپریم کوټ کې د هغوی د خوشې کېدو د حکم پرضد اپیل وکړ خو هغه په ۲۰۱۱ کال کې رد شوی و.
اته کاله وروسته محکمې د هغې کېس د شورو په ورځ یو ځل بیا واورېده ترڅو پخوانۍ پرېکړې ته بیا کتنه وشي خو په دې اړه محکمه ۲۰ ورځې نوره هم وځنډول شوه ترڅو تورنو کسانو ته د حقوقي سلا مشورو وخت ورکړل شي.
د مایي کېس په نړیواله توګه مشهور شو ځکه هغې د خپلې ټولنې لخوا فشار ته سر ټیټ نه کړ تر څو له تورنو کسانو سره جوړ جاړی وکړي او خپل کېس بېرته واخلي.
ددې ترڅنګ هغې دا رد کړه چې له خپلې ټولنې څخه ووځي که څه هم نورو هېوادونو ورته د پناه ورکولو وړاندیزونه وکړل.
هغې د هغو پېسو په واسطه چې له حکومت او یا هم نورو مرستندویانو څخه ترلاسه کړې وې د مختار امایه په نامه د ښځو لپاره یو خیریه اداره هم پرانسته تر څو پرې پاکستانۍ مېرمنو ته د تعلیم ملاتړ وکړي.
د هغې د عمر تر ټولو سترې پښیمانۍ په بدل کې چې نالوستې پاتې شوې هغې په خپله سیمه کې یو ښونځي یا سکول هم پرانست په کوم کې چې دې په خپله هم تر پنځم ټولګي پورې زده کړې وکړې.
نن ورځ په هغې د جنسي تېري کونکي ماشومان د هغې ښونځي ه د زده کړو لپاره ورځي.
په ۲۰۰۵ کال کې مایي د امریکا مېشتې ګلېمور مجلې لخوا د کال د بهادرې مېرمنې په توګه نومول شوې.