واشنګټن ــــ له پاکستان سره د فضایي سیالۍ تر څنګ په سمندر کې هم په نویو وسلو د سمبالېدو لپاره هند له روس سره د پنجشنبې- زیارت په ورځ په نوي ډیلي کې د 3.3 اربه ډالرو په لګښت د اېټمي وسلې وړونکو آبدوزونو لوظنامه لاسلیک کړې ده.
د هندي او روسي مطبوعاتو تر مخه دغه آبدوزونه په نوې ټیکنالوجۍ ډېر سمبال دي او د 2025م کال پورې به هند ته وسپارل شي.
د هند او روس تر منځ د دفاعي سامانونو همکاري له ډېره وخته راهیسې په مختلفو برخو کې روانه ده، خو د دې نوو آبدوزونو د خرڅ دا معاهده په داسې وخت کې شوې، چې د هند او پاکستان تر منځ پوځي تاوتریخوالی روان دی.
دغه دواړه رقیب هېوادونه د جنګي الوتکو تر څنګ په سمندري آبدوزونو کې هم له یو بل سره په سیالۍ بوخت دي او هڅه کوي چې د سمندر له لارې هم د خپلې دفاع لپاره ځانونه مضبوط کړي او د خطر مخه ونیسي.
د پاکستان سمندري ځواکونو دوې ورځې وړاندې دعوه کړې وه چې د پاکستان اوبو ته یې د هند د سمندري آبدوز د ننوتلو مخه نیولې وه، خو هند لا تر دې مهاله دپاکستان د دغه دعوې په هکله خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.
د هند د سمندري ځواکونو مشر سونېل لنبا د سه شنبې- نهې په ورځ اندېښنه څرګنده کړې وه، چې هېواد یې له ریاستي ترهګرۍ سره مخ دی.
یاده دې وي په 2008م کال کې د هند د ممبۍ په لومړي ترهګر برید کې ککړ تن اجمل قصاب هم د چارواکو په وینا د سمندر په لاره هند ته ورغلی وو.
د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د وروستیو شمېرو تر مخه د سمندري ځواک په برخه کې د هند تله پر پاکستان درنه ده. خبري ایجنسۍ وایي، له هند سره یوه جهاز وړونکې سمندري بېړۍ ده، خو له پاکستان سره داسې کومه بېړۍ نه شته.
له پاکستان سره 8 آبدوزونه دي خو له هند سره 16 دي. په سمندر کې له هند سره 106 ګرځنده څارونکې بېړۍ دي خو له پاکستان سره یواځې 17 دي.