لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د تندروه ډلو په ضد عملیات او که نمایشي ګامونه روان دي؟


چارواکي وايي دپاکستان دپنجاب ایالت په سرښار لاهور اؤ مرید کی سیمه کې حکومت د تندروه ډلې جماعت الدعوه مرکزونه پخپله ولکه کې اخستي اؤ په یو جومات کې یې هند کې دترهګرۍ په پېښو دتورن حافظ سعید په امامت کې په نمونځ کولو بندیز هم لګولی دی.

خو څیړونکي وایي د نړیوال فشار په نتیجه کې دپاکستان حکومت دتندروه ډلو په ضد عملیات نه کوي بلکې یوازې نمائشي ګامونه اخلي چې په میډیا ورته د عملیاتو نوم ورکړل کیږي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي په لاهور کې دجماعت الدعوه د مرکز حکومتي واک کې داخستلو په مهال ګڼ شمیر پولیس هم دانتظامي مشرانو سره وؤ اؤ کله چې د جامع جومات قدسیه اؤ هغې سره دپیوست مرکز واک حکومت په لاس کې واخستو نو هلته یې خپل ناظمین مقرر کړل.

تر دې وړاندې هم تیره اوونۍ حکومت دعوه کړې وه چې په په پینډۍ اؤ اسلام اباد کې یې دتندروه ډلو جوماتونه اؤ مدرسې په حکومتي واک کې اخستې دي.

خو څیړونکي دحکومت دې ګامونه ته دنمائشي اقداماتو نوم ورکوي اؤ وایي د نړیوال فشار نه د وتلو په موخه حکومت په نمائشي بڼه خو د ناچله ګرځول شوؤ ډلو په ضد اقدامات کوي خو په پاکستان کې موجود ددغو ډلو مشران اؤ فعالین نه نیسي.

دپاکستان دکورنیو چارو دمملکت وزیر ښاغلي شهریار اپریدي اورمه ورځ په ټوئټر لیکلي وؤ چې دناچله ګرځول شوؤ ډلو په ضد عملیات د ترهګرۍ په ضد دهغه ملي تګلارې په اساس روان دي چې په کال ۲۰۱۴م کې د نیشنل ایکشن پلان په نوم جوړه شوې وه .

پاکستاني چارواکو دا دعوې هم کړي دي چې دبیلابیلو تندروه ډلو مربوط ۴۴ کسان یې هم نیولي دي.

خو دپېښور سره تعلق لرونکی وتلی خبریال ناصر داوړ وایي په نیول شوؤ کسانو کې دداسې مهمو تندلارو نومونه مخې ته نه دي راغلي چې نړۍ پرې اطمینان وکړل شي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ ویلي دناچله ګرځول شوؤ ډلو په ضد عملیات په حقیقت کې داسې نه دي لکه څنګه چې په میډيا ښودل کیږي، په رضا صلاح انتظامي چارواکي ددغو ډلو جوماتونو ته ورشي،دهغې ملیان بدل کړي،نوي ملا ته ووایي ته امامت کوه اؤ داسې بیا په میډیا دعوه وشي چې دا مرکز حکومتي واک کې واخستل شو.

هغه وویل دا ټول دنمائشي بڼې اقدامات دي اؤ حکومت پرې ځکه مجبوره شوی دی چې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري اؤ نړۍ ترې غواړي چې باید پاکستان کې د تندروه ډلو مرکزونه له مینځه یوسي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG