لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند اؤ پاکستان ترمینځ ایټمي جګړه پیل کیدل شونې ده،نیویارک ټائمز


امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټائمز اندېښنه ښودلې ده چې دپاکستان اؤ هند ترمینځ ایټمي جګړه کیدلی شي ځکه چې په تاؤ تریخوالي کې یو څه کمی د ستونزې دائمي هواری نه دی.

دتیرې ورځې پخپله اداریه کې دغه ورځپاڼې لیکلي چې د دواړو ایټمي هیوادونو پوځونه په پوله یو بل ته برند ولاړ دي اؤ د حکومتونو تر مینځ خبرې اترې د نشت برابر دي.

ورځپاڼه زیاتوي “ترڅو چې پاکستان اؤ هند دکشمیر ستونزه په دائمي توګه نه وي فیصله کړي تر هغې به خطرناک وضعیت پځائ وي”

نیویارک ټائمز خپله اداریه کې په امریکا هم غږ کړی چې د دواړو رقیبو هیوادونو ترمینځ دتاؤ تریخوالي ختمولو په لړ کې د منځګړي کردار ترسره کړي.

دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلاډينو تیره ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ چې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو د هند اؤ پاکستان سره پخپله په سفارتي کچه تماسونه نیولي اؤ د تاؤ تریخوالي ختمولو دپاره به امریکا خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دپاکستان اؤ هند ترمینځ اړیکې د تیرې میاشتې راهسې وروسته له هغې سختې تاوژنې شوي چې په ۱۴مه فرورۍ دهند په پلوامه سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې ۴۹ هندي سرتیري ووژل شول.

ددغه ځانمرګي برید ذمه واري دجیش محمد په نوم یوې تندروه ډلي قبوله کړې وه خو هند یې پړه دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي شبکه ایي ایس ایي ور اړولې وه.

په ۲۶مه فرورۍ هندي چارواکو دعوه کړې وه چې جنګي الوتکو یې دپاکستان بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد ځالې په نخښه کړي اؤ ګڼ شمیر ترهګر یې وژلي خو پاکستان ویلي چې هندي الوتکو په یو ځنګل کې یوازې څلور بمونه غورځولي چې هیڅ نقصان یې نه دی کړی.

دهند لخوا پاکستان کې دترهګرو په ځالو دبرید د دعوې په سبا پاکستاني پوځ دعوه وکړه چې دهند دوه جنګي الوتکې یې دخپلو هوایي حدونو څخه په سرغړونې رانسکورې کړي.

تیره اوونۍ دپاکستان اؤ هند د پوځونو ترمینځ په لائن اف کنټرول څو کرته نښتې هم شوې وې چې پکې دواړو خواؤ یو بل ته دمرګ ژوبلې اړولو دعوې کړې وې.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي اوس د دواړو هیوادونو ترمینځ تاؤ تریخوالی یو څه کم شوی دی دی خو خطرې بیا هم شته اؤ دپاکستان پوځ دخپلې خاورې حفاظت ته چمتو ولاړ دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG