لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتنو میرمنو اواز:قیدیانې نه یو چې د دیوالونو شاته ژوند وکړو


دښځو دنړیوالې ورځې په مناسبت نن په اتم مارچ په پېښور،مردان،صوابۍ اؤ نورو سیمو کې په سوونو ښځو لاریونه کړي اؤ هوډ یې ښکاره کړی چې هغوئ به دقیدیانو په څېر دکورونو دننه د ژوند تیرولو پځائ ټولنه کې دخپل غوره کردار ترسره کولو دپاره دنارینه ؤ ترڅنګ ولاړې وي.

په پېښور کې تر دښځو تر ټولو ستر لاریون دپېښور پریس کلب دمخې نه تر ارکائیو لائبریري هال شوی چې په سوونو ښځو پکې برخه اخستې اؤ دخپلو حقونو دپاره یې کلک شعارونه ورکول.

پېښور کې دښځو لاریون
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

“نن دښځو ورځ ده ! خو په کال کې د ښځو یوه ورځ ولې ؟ دا ۳۶۴ ورځې ولې مونږ له کال بهر پاتې کیږو؟

ښځې خو په هر محاذ دخپلو وروڼو سره څنګ په څنګ ولاړې دي،اؤ تل یې دخپل کردار سره انصاف کړی دی خو د ښځې سره انصاف به کله کیږي”

داخبرې دمردان عقیله سنبل د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د راجوړ شوي لاریون په مهال د وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې کړي دي.

عقیله سنبل چې دښځو دسوداګرۍ د اطاق یا ویمن چیمبر غړې ده وایي “ښځه که دخور په شکل کې ده که دمور،لور یا ښځې په هرحالت کې یې خپل کردار په سپیځلي ډول سرته رسولی خو زمونږ په ټولنه کې سړو هغې له هغه درناوی اؤ حقوق نه دي ورکړي کوم چې دهغوئ حق جوړیږي”

مردان کې دښځو ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00

هغه وایي نن ښځې د ډیرو ستونزو سره مخ دي خو ددغو ستونزو یا روئیو په ضد هغوئ خپل غږ هم په ډاډه زړه نه شي پورته کولی ځکه چې ویریږي که بهر رااوځي اؤ دخپل حق غوښتنه کوي نو خلک به ورپسې خبرې کوي یا به ورته په سپکه ګوري.

دمیرمن سنبل په وینا “زه خپلو خویندو باندې هم غږ کووم چې اوس هاغه وخت نه دی، تاسو به را اوځئ خپل حق به غواړئ،دغه حق به په زوره غواړئ ،داسې خو حق نه ترلاسه کیږي،که په کور کې یوه میرمن ده اؤ هغه په جائیداد کې هم خپل حق غواړي نو دهغې دپاره به غږ پورته کوي”

هغې وویل اوس به ښځو ته دخپلو حقونو دپاره پرته له ویرې غږ پورته کول وي ګنې په کور کې په ناسته د دوئ مسلې نه هواریږي.

ډاکټر نرګس ادا ددغه لاریون یوه بله برخه واله وه د ډیوه خبریال ریاض حسین ته یې وویل “زه شاعره هم یم،ادیبه،لیکواله،سوشل ورکره اؤ فنګاره هم یم خو ددې ترڅنګ یوه مور هم یم اؤ داسې مور یم چې دپښتونخوا د غوره مور جائزه مې ګټلې ده”

نرګس ادا وویل هغې ته دغوره مور جائزه په پښتونخوا کې چا نه ده ورکړې بلکې عمران خان د پنجاب نه ورغلی اؤ د غوره مور جائزه یې ورکړې ده.

هغه وایي ددې څخه بل ستر ایوارډ نه ویني چې هغه یوه مور ده اؤ دمور ایوارډ یې اخستی دی.

دنرګس ادا په وینا ښځه مور هم ده ، ښځه خور هم ده اؤ چې کله ښځه دمور حیثیت اخلي نو دهغې دپښو لاندې جنت دی ځکه نو ښځو ته باید په سپکه ونه کتل شي

دښځو دنړیوالې ورځې په اړوند مردان کې راجوړ شوي دغه لاریون ته دمردان پریس کلب مخې ته بیلابیلو خلکو ویناګانې کړي اؤ پښتنه ټولنه کې دښځو سره په کیدونکي توپیري چلند یې ناخوښي ښودلې ده.

په خیبر پښتونخوا کې دښځو دحقونو دپاره په مبارزه بوخته سلطانه کشور بیا وایي چې اوس وخت ډیر بدل شوی اؤ پښتنه ښځه کې دخپلو حقونو دپاره شعور پیدا شوی دی.

ډیوه نیوز سره خبرو کې سلطانه کشور وویل دسوشل میډیا راتګ یوه ګټه دا وکړه چې په کورونو کې ناستې میرمنې،طالبعلمانې اؤ حتی ماشومانې جینکۍ هم اوس په دې پوهیږي چې ښځه څه قیدي نه دی چې یوازې د کور د څلورو دیوالونو دننه به شپه ورځ ژوند تیروي بلکې هغه په دې معاشره کې یو ځانګړی کردار لري.

هغې وویل “هرڅو که په سخت دریځه پښتنه ټولنه کې لا ښځه په ډاډه زړه خپل کردار نه شي ادا کولی خو اوس لکه دپخوا په څير مایوسي هم نشته، که په سړک نه شي ودریدلی نو په سوشل میډيا دخپل زړه بړاس وباسي”

هغې وویل دیوویشتمې پیړۍ چیلنجونه ډير سخت دي اؤ یوازې سړی نه شي کولی چې په دې سائنسي پیړۍ کې هرچیلنج ته په یوازې ځان اوږه ورکړي بلکې خپلو مقاصدو ته د رسیدلو دپاره به ورته ارو مرو د ښځې مرسته حاصلول وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG