لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم د شپږو غړو نومونه د سفري بندېزونو په فهرست کې اچول شوي


د خېبرپښتونخوا په بنو کې دوه وړاندې جېل ته د لېږل شوؤ غړو ضمانت منظور شوی خو د سيمې څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي د شپږو تنو نومونه د سفري بندېزونو په فهرست اي سي اېل فهرست کې اچول شوي دي.

په اېګزټ کنټرول لسټ (اي سي اېل) کې شامل کسان د ملک څخه بهر سفر نه شي کولی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پي ټي اېم فعاله غړی او وکيل بخت نیاز وايي د اکتوبر په مياشت کې په بنو کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته په دوی مقدمې درج شوې وې.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، دوي ته پرون هغه حکومتي امر ترلاسه شو چې پکې ويل شوي د دوي نومونه په اي سي اېل کې شامل کړی شوي دي.

هغه وويل په دغو کسانوکې زه په خپله بخت نياز، سليم کامرېډ ، عبدالصمدخان (د ای اېن پي د بنو مشر)، ملک شوکت، حنيف پشتون او نديم عسکر شامل دي.

حنيف پشتون او نديم عسکر د شورو/چارشنبې په ورځ جېل ته لېږل شوي او نن د جمعې په ورځ يې د بنو اډيشنل سول جج عدالت د خوشي کولو ضمانت منظور کړی دی.

د حنيف پشتون او نديم عسکر سره په بخت نياز باندې په لسمه فرورۍ له هغې وروسته مقدمه درج شوې چې دوي د ارمان لوڼي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره کړې وه.

نياز وويل د دوي نومونه د هغه مقدمې لاندې په اي سي اېل کې اچول شوي په کومه مقدمه کې چې دوي د نيولو وړاندې ضمانتونه اخيستي وو.

د پي ټي اېم مخکښ مشر او د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير وايي، نه يواځې دا شپږ کسان بلکې د منظور پشتين، حيات پرېغال او ګلالۍ اسماعيل په ګډون د ګڼو کسانو نومونه په اي سي اېل کې اچول شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د منظور پشتين په ګډون د پي ټي اېم د زياترو هغو غړو نومونه په اي سي اېل کې اچول شوي چې لا خو يې پاسپورټونه هم نه دي جوړ کړي.

هغه زياته کړه د دغو کسانو چې نومونه يې په اي سي اېل کې اچول شوي دوي ته عدالتونو ضمانتونه ورکړي نو بيا خو يا عدالتي فېصلې غلطې دي او يا بيا دا رياستې فېصلې سمې نه دي.

وزير وويل رياست د دغه لارې پي ټي اېم د فشار لاندې راوستل غواړي خو د پي ټي اېم دريځ واضحه دی او که په لار کې يې هر څومره خنډان اچول کيږي د خپل دریځ څخه په په شا نه شي.

د علي وزير او د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ نومونه هم په اي سي اېل کې اچول شوي او دوي د نومبر په مياشت کې دوبۍ ته د تلو په وخت د پېښور په هوايي اډه ودرول شوي وو.

خو وروسته په پارليمان د دوي دواړو د نومونو په اي سي اېل کې د اچول کېدو په سر بحث شوی او بيا يې نومونه د دې فهرست څخه بهر کړی شوي وو.

په هغه مهال د حکومت لخوا ويل شوي چې د دې معاملې پلټنې به وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG