لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې په وروستيو بارانونو او واورو کې ۴۳ کسان مړه شوي


په قبايلي سيمو کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) ويلي، په په وروستيو کې په قبايلي ضلعو کې د بارانونو او واورو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې ۴۳ تنه مړه او ۵۴ ژوبل شوي وو.

د اېف ډي اېم ای ترمخه د ۲۱م فرورۍ څخه تر اووم مارچ پورې بارانونو او واورو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې تر ټولو زياتې مرګ ژوبلې په شمالي وزيرستان کې رامنځته شوي دي.

ويل شوي په شمالي وزيرستان کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه مړه شوي او د شپږو ماشومانو او اووه ښځو په ګډون ۲۱ کسان ژوبل شوي وو.

اېف ډي اېم ای نن د جمعې په ورځ جاري کړي بيان کې ويلي، په مجموعي ډول ۴۳ مړه شوؤ کسانو کې ۲۷ ماشومان او لس ښځې شامل وې او په ژوبلو ۵۴ کسانو کې هم ۲۳ ماشومان او ۱۷ ښځې وې.

د حکومتي ادارې ترمخه د مړه شوؤ او ژوبلو کورنيو ته به مالي مرستې ورکولی شي او د مړ تن دپاره به درې لاکه او ژوبل دپاره يو لاک روپۍ ورکول کيږي.

د دې ترڅنګ ويل شوي په يادو علاقو کې ډېری کورونه هم په بشپړ ډول نړېدلي او ځينې نيم وران شوي دي.

د بيان ترمخه په اړونده ضلعو کې چارواکو ته لارښوونه شوې چې د کورونو پوره مالومات ترلاسه کړي.

ويل شوي د وران کور دپاره به درې لاکه او نیم وران دپاره ۵۰ زره روپۍ مرستې ورکولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG