لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر کې دپولیسو دنظام په ضد خاصه دارو اؤ لیویز عسکرو سخت احتجاج کړی


په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډې کړل شوې پخوانۍ قبائیلي سیمې خیبر په سوؤنو خاصه دارو اؤ دلیویز عسکرو په دغه سیمه کې د پولیسو دنظام پځائ کولو په ضد احتجاجي لاریون کړی اؤ دخپلو غوښتنو تر نه ترسره کیدو یې دپولیو په څاڅکو ورکولو دبندیز اعلان کړی.

دسیمې نه د ډيوه دخبریال ابراهیم شینواري له مخې په دې احتجاجي لاریون کې دخاصه دارو اؤ لیویز ترڅنګ ګڼ شمیر قبائیلي مشرانو هم برخه درلودله.

مظاهرینو دجمرود دتخته بیګ امنیتي پوستې څخه د کارخانو مارکیټ لاریون کړی اؤ‌ په ټوله لاره یې شعارونه ورکول چې په سیمه کې به هیڅکله دپولیسو نظام ونه مني.

دلاریون برخه والو دحکومت څخه غوښتنه کړې چې خاصه دار ځواک باید په لیویز یا ملیشه کې بدل کړل شي اؤ لیویز ته دې د پولیسو واک ورکړل شي.

پخپلو ویناګانو کې دلاریون برخه والو ویلي چې که چرې قبائیلي سیمو کې پولیس وګمارل شي نو له امله به یې د۳۰ؤ زرو څخه زیات خاصه دارو اؤ لیویز نه روزګار وتروړل شي .

هغوئ وویل په قبائیلي ضلعو کې خاصه دارو اؤ دلیویز عسکرو دامن ټینګولو دپاره د سرونو بې بها قربانۍ ورکړي دي اؤ که چرې اوس ددوئ پځائ دلته پولیس مقرر کړل شي نو دا به دخاصه دارو اؤ لیویز د شهیدانو وینو پسې خندا وي.

په دغه موقعه ال فاټا خاصه دار فورس دخپلو غوښتنو تر نه پوره کیدلو د پولیو دڅاڅکو څخه دپرېکون اعلان هم وکړو اؤ وئ ویل ترڅو چې زمونږ حیتثیت نه وي منل شوی ترهغې به سیمه کې ماشومانو ته دپولیو دڅاڅکو ورکولو اجازه نه ورکړل کیږي.

دتیرې میاشتې په وروستیو کې دخېبرپښتونخوا کابينې په صوبه کې ورګډو شویو قبايلي ضلعو کې ۲۵ پوليس سټشينو یا تاڼو جوړولو منظوري ورکړې ده.

دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو وزیر ښاغلي شوکت علي یوسفزئ وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ویلي په ائين کې د ۳۱م ترميم نه وروسته په صوبه کې ورګډو کړل شوؤ قبايلي ضلعو ته ټول قوانین ورغځول شوې دي او دا چې په يادو ضلعو کې هر رقم قانون باندې په غوره توګه عمل کولو دپاره قانون عملي کونکې ادارې قبایلي ضلعو ته ورغځول کیږي.

هغه ویلي د خېبر پښتونخوا پوليس ايکټ ۲۰۱۷ قبايلي ضلعو ته غځول شوی دی او په دغو ضلعو کې دپولیس تاڼو جوړولو پرېکړه شوې ده په دې چاته هیڅ اعتراض نه دی پکار.

هغه دا تاثر رد کړو چې ګنې قبائیلي ضلعو ته دپولیسو دنظام غځولو سره به خاصه دار یا دلیویز عسکر بې روزګاره شي اؤ وئ ویل همدغو خلکو نه به دپولیسو په توګه کار اخستل کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG