لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خورشید شاه:که په نوازشریف څه وشو دابه وژنه ګڼل کیږي


دپاکستان پیپلز ګوند وتلي مشر ښاغلي سید خورشید شاه ویلي چې دپخواني وزیراعظم نوازشریف طبیعت ښه نه دی اؤ که په هغه څه چل وشو نو دا به وژنه ګڼل کیږي اؤ ذمه وار به یې حکومت وي.

خو دپنجاب صوبې حکومت وایي د نوازشریف دعلاج دپاره یې زندان ته ډاکټران اؤ دوایانې ورلیږلي اؤ دا یې په واک کې نه ده چې نوموړی دهیواد څخه بهر دعلاج دپاره په ضمانت خوشې کړي

د خالي په ورځ سکهر کې خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي خورشید شاه د عمران خان په حکومت کلکې نیوکې کړي چې خپلو سیاسي مخالفینو سره ناوړه چلند کوی سیاست یې دسپکو سپورو څخه تاویږي.

پخوانی وزیراعظم نوازشریف چې دغبن په تور دا مهال په زندان کې دخپل اووه کلن بند موده پوره کوي،د زره ناروغتیا ورپېښه ده.

نوازشریف د زندان نه روغتون ته دعلاج دپاره دتګ نه انکار کړی اؤ وجه یې دا ښایي چې تیره میاشت کله د زندان نه روغتون ته بوتلل شوی ؤ نو هلته ورته ډاکټرانو ویلي وؤ چې هغوئ ته یوازې دده د معائنې وینا شوې ده خو دعلاج اجازه یې نه لري.

تیره ورځ دنوازشریف لور مریم نواز دپنجاب حکومت نه غوښتنه کړې وه چې دپلار دعلاج دپاره یې باید زندان ته ګرځنده روغتون ور ولیږل شي.

دپنجاب د وزیراعلي ویاند ښاغلي شهباز ګل خبریالانو ته ویلي چې وزیراعلي د مریم نواز غوښتنه په سمدستي توګه منلې اؤ زندان ته یې ګرځنده روغتون ورلیږلی چې پکې درې د زړونو تکړه ډاکټران،درې نرسان، اؤ درې ډرائیوران شامل دي اؤ دوئ په ټولو عصري طبې اسانیو سمبال دي.

هغه ویلي د نوازشریف په ناروغتیا باید سیاست ونکړل شي ،هغه اوس ۶۹ کاله عمر لري اؤ که غواړي چې علاج دهیواد نه بهر وکړي اؤ ددې دپاره دې په ضمانت خوشې کړل شي نو دا دحکومت په واک کې نه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG