لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان خپل کارونه سم اؤ دګاونډیانو نېوکې ناسمې بللي


shah mahood
shah mahood

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي افغانستان اؤ نور ګاونډي هیوادونه پرته له تحقیق په پاکستان نیوکې کوي اؤ هڅې روانې دي چې پاکستان په نړۍ کې یوازې کړل شي.

دپنجاب په ملتان سیمه کې یوې دستورې ته د وینا په مهال ښاغلي قریشي وویل” زمونږ ګاوندي هیواد افغانستان خپلې ټولې ناکامۍ اؤ ستونزې زمونږ غاړې ته اچوي اؤ په حقیقتونو یې سترګې پټې کړي دي”

هغه وویل “هرچاته معلومه ده چې افغانستان کې له مودو راهسې جګړه روانه ده خو هغوئ دخپلو کمزروریو لټولو پځائ زر په پاکستان نیوکه وکړي چې ترهګر دپاکستان نه راځي اؤ دلته ترهګري کوي”

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم دافغانستان ولسمشر اشرف غني کابل کې یوې غونډې ته د وینا په مهال ویلي وؤ د طالبانو اؤ پاکستان ترمینځ اړیکې باید نړۍ ته روښانه شي.

واشنګټن اؤ کابل د تیرو ۱۸کالو راهسې اسلام باد دترهګرو په ملاتړ تورنوي اؤ دپاکستان څخه ورانکاري افغانستان ته ور اوړي اؤ هلته ترهګري کوي خو پاکستان مدام دا تورونه رد کړي دي.

شاه محمود قریشي وویل دپاکستان ګاونډي هیواد ایران هم وایي چې دجندالله تحریک وسله وال دپاکستان څخه ایران ته ورځي اؤ ورانکاري کوي اؤ همدغه راز چین تور لګوي چې د ائ ټي ائ ایم تنظیم له لوري چین کې دورانکاري فعالیتونه کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې یا خالي په ورځ له پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې د هغې ترهګرې ډلې پرضد دې پرېکړنده ګامونه پورته کړي چاچې د ایران پولې ته څېرمه ځان وژونکی برید ترسره کړی.

د فرورۍ د میاشتې په ۲۷ نېټه یو ځان وژونکي بریدګر د ایران د انقلابي ګارد ۲۷ کسان ددغه هېواد په جنوب ختیره برخه کې وژلي وؤ.

ددغه برید پړه د سوني جېش العدل په نامه یوې ترهګرې ډلې په غاړه اخیستې وه چې وايي، دوی د لږکیو بلوڅانو لپاره د غوره ژوند کولو او نورو حقونو لپاره جګړه کوي.

دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل ګاونډیان په پاکستان تورونه خو لګوي خو تحقیق نه کوي چې حقیقتونه ورمعلوم شي.

نوموړي زیاته کړه د هند وزیراعظم نریندر مودي پالیسي لري چې پاکستان به په نړۍ کې

په سفارتي کچه یوازې کوي اؤ امریکا هم اوس دپاکستان پځائ هند خپل اسټریټیجک ائتلافي ګڼي،

هغه تور ولګولو چې هند دبنګله دیش په ملاتړ سارک سازمان یرغمال کړی، دپاکستان نوم خړ نوملړ ته پریوتی اؤ په راتلونکي کې نور هم سخت ازمیښتونه راتللی شي خو باید مونږ یې په یو والي اؤ تدبر سره مقابله وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG